پمپئو: ايران د اتومي انرژۍ نړيوالې ادارې يوه ښځينه پلاوې توقيف کړې | آلمان او نړۍ | DW | 09.11.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

پمپئو: ايران د اتومي انرژۍ نړيوالې ادارې يوه ښځينه پلاوې توقيف کړې

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپئو، د اتومي انرژۍ نړيوالې ادارې له څيړونکې سره د ايراني چارواکو چلند د«ناوړه او د نه توجيه وړ عمل» په توګه محکوم کړ او دغه کار يې «تهديد» يا ويره اچونه بللې ده.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپئو، پر ايران نيوکه وکړه چې د اتومي انرژۍ د نړيوالې ادارې د يوې څيړونکې د فعاليت مخنيوی يې کړی. هغه دغه راز ويلي دي چې ايران دغه څيړونکی «توقيف» کړې ده.

د اتومي انرژۍ نړيوالې ادارې د څرګندونو له مخې، ايراني چارواکي په موقتي توګه له ايران څخه د دغې ادارې د څيړونکې پيلاوي د يوه ښځينه غړې د وتلو مخنیوي کړی دی.

په دغې اداره کې د ايران استازي کاظم غريب آبادي د پمپئو د دغو څرګندو په غبرګون کې ويلي دي چې د «دغې ادارې څيړونکې توقيف شوې نه ده» بلکې ايران يوازې د هغې اقامه لغوه کړې ده. غريب آبادي ويلي دي چې ايران دغه اقدام په دې دليل کړی چې په نطنز کې امنيتي دستګاه و د اتومي انرژۍ د نړيوالې ادارې له دغې څيړونکې سره د «خطرناکو موادو» له شتون څخه خبرداری ورکړی وو. هغه زياته کړې چې په آزمايښتونو کې د «نيترات» ډوله چاوديدونکو موادو نښې ليدل شوي چې له همدې امله ايراني چارواکو د ايران اتومي مرکز ته د دغې څيړونکې د ننوتلو مخنيوی کړی دي.

دغه ايراني چارواکي همدار راز ويلي دي چې حتی د دغې ښځې د دستکول آزمايښ هم وشو چې په هغې کې هم خبرداری ورکړل شوی. زياته شوي چې د آزمايښت پر وخت د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې استازو هم شتون درلود.

د اتومي انرژۍ نړيوالې ادارې تر اوسه د ايران د دغه اقدام پر وړاندې په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير په دې اړه زياته کړې چې امريکا له اتومۍ انرژۍ له نړيوالې ادارې سره د ايران د نه همکارۍ له امله انديښمنه ده. واشنګتن د دغې ادارې له اقداماتو څخه ملاتړ کوي. پمپئو ويلي دي چې د اتومۍ انرژۍ نړيوالې ادارې څيړونکي بايد پرته له هر ډول مزاحمتونو خپل کار ته ادامه ورکړي تر څو د ايران اتومي پروګرام په اړه په شفافه توګه رپوټ چمتو کړي. هغه له ايران څخه هم غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې له يادې ادارې سره خپل مسائيل حل و فصل کړي او د نړيوالو څيړونکو د مصئونيت لازم حقوق دې رعایت کړي.

اعلان