پرو ازول د مهاجرو د مرسته کوونکو په هکله انتقاد رد کړی | اروپا ته مهاجرت | DW | 25.03.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

اروپا ته مهاجرت

پرو ازول د مهاجرو د مرسته کوونکو په هکله انتقاد رد کړی

پرو ازول او زرغون ګوند د مهاجرو د مرسته کوونکو د بوخیتا په هکله د آلمان د کډوالو او مهاجرو چارو د فدرالي ادارې (بامف) د مشر هنس ایکارد زومر، انتقادونه رد کړي دي.

د مهاجرو ملاتړي سازمان پرو ازول مشر ګونتر بورکهارد، د «ویلت» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې دې ته په کتو سره چې د افغانستان په هکله د کډوالو چارو ادارې له لوري د پناه غوښتنې نیمایي پریکړې د محکمو له لوري رد شي، پر چارواکو باندې انتقاد له توجیه څخه ورهاخوا دی.

هغه ویلي دي چې په افغانستان کې د خراب امنیتي وضعیت له کبله دغه هیواد ته د مهاجرو اخراج یو غیر مسوولانه کار دی.

د کډوالو چارو د فدرالي ادارې مشر هنس ایکارد زومر د «ویلت ام زونتاګ» په نامه ورځپاڼې ته ویلي وو: «دا خبره روښانه ده، چې ځیني سازمانونه دا لیوالتیا تعقیبوي چې په ټوله کې د اخراج پر ضد مبارزه وکړي، زه تر ټولو زیات په خپل سر نومول شوو د مهاجرو شوراګانو په هکله فکر کوم.»

د کډوالو د فدرالي ادارې مشر زومر ویلي ول، کله چې دغه ډول سازمانونه د اخراج پلان شوې نیټې په ډاګه کوي، هغوی دا هڅه کوي چې «دولت له اخراج څخه راوګرځوي.»

په پارلمان کې د زرغون ګوند د مهاجرو د سیاست چارو فراکسیوني مشري لویز امتسبېرګ، هم د زومر انتقاد رد کړی دی. هغې ویلي دي چې په آلمان کې د مهاجرو چارو شوراګانې له اوږدې مودې راهیسې په ټولنه کې دود دی.

هغې د «ویلت» په نامه ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي: «هغوی [شوراګانې] مهاجرو ته سلا مشورې ورکوي، د ژوندانه په سختو شرایطو کې ورسره مرسته کوي او له انسانانو سره د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو په برخه کې مرسته کوي، کوم چې د آلمان او د مهاجرو په تړاو نړیوالو حقونو کې راځي.»

د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه لایحه چې موخه یي د رد شوو پناه غوښتونکو د اخراج چارو ښه کول دي، په پام کې لري چې په راتلونکي کې به هغه کس مجازات کیدای شي چې د یوه پلان شوي اخراج په هکله معلومات ورکړي. د پرو ازول په څیر غیر دولتي سازمانونو لا ترمخه پر دغه لایحه باندې انتقاد کړی دی.

sr/nj (epd)