پاکستان څلور ایراني سرتیري له برمته کوونکو ژغورلي | سيمه | DW | 21.03.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

سيمه

پاکستان څلور ایراني سرتیري له برمته کوونکو ژغورلي

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ په یوې بیانیه کې ویلي دي چې د دې هیواد له شمال لویدیځې سیمې څخه یې د یوې یاغي ډلې له ولکې څخه څلور ایراني سرتیري آزاد کړي دي.

Iranische und Pakistanische Soldaten an der Grenze (Getty Images/AFP)

انځور له ارشیف څخه

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې د ژغورني عملیات د بلوچستان ایالت په چاغي سیمه کې چې د افغانستان پولې ته نزدې پرته ده، ترسره شوي دي.

په بیانیه کې راغلي دي: «ویل شوي چې د یوه منع شوي ترهګر سازمان تروريستان پاکستان ته له افغانستانه له دغو برمته شویو ایرانیانو سره داخل شوي ول.»

زیاته شوې: «تر هغه وروسته چې دواړو اړخونو یو پر بل باندي ډزې وکړې، څلور ایراني سرتیري د هغوی له ولکې آزاد شول.»

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې دغه سرتیري اوس ایرانیانو ته سپارل کیږي، خو د دې کار وخت یې نه دی روښانه کړی. دا هم نه دي ویل شوي چې د هغوی د ژغورنې عملیات څه وخت ترسره شوي دي. د برمته کوونکې ډلې نوم هم نه دی اخیستل شوی.

تر دې مخکې د جیش العدل په نوم سني جهادي ډلې د تیرکال په اکتوبر مياشت کې د ايران د امنيتي ځواک ۱۲کسان برمته کړل. د هغوی له ډلې څخه بیا پنځه تنه بیرته د پاکستان له خوا ایران ته وسپارل شول.

د پاکستان او ایران اړیکې په وروستیو وختونو کې تر هغه وروسته بیا ترینګلې شوې دي چې تهران ادعا وکړه په دې هیواد کې د فيبرورۍ میاشتې پر ۱۳مه نیټه د ترسره شو ي ځانمرګي برید عامل یو پاکستانی وګړی وو. په دې برید کې د ایران د «سپاه پاسداران انقلاب اسلامي» ۲۷ غړي ووژل شول.

د جیش العدل ډلې چې ایران ادعا کوي د پاکستان له خاورې خپل عملیات تنظیموي، د دې برید پړه پر غاړه واخیسته.

ms/nz (AFP)

اعلان