پاپ: له انساني قاچاق سره د مبارزې له پاره دې د مهاجرت قانوني لارې رامنځته شي | اروپا ته مهاجرت | DW | 08.02.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

پاپ: له انساني قاچاق سره د مبارزې له پاره دې د مهاجرت قانوني لارې رامنځته شي

د کاتولیکي کلیسا مشر پاپ فرانسیسکوس پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د قانوني مهاجرت د لارو چارو په برابرولو سره د انساني قاچاق پر وړاندې مبارزه وکړي. هغه همدارنګه د انساني قاچاق د قربانیانو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د نړۍ د کاتولیکي کلیسا مشر پاپ فرانسیسکوس د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د فبرورۍ میاشتې په ۷ نیټه) خپلو مخاطبينو ته په وینا کې وویل: «مهاجرو او پناغوښتونکو ته د قانوني مهاجرت د امکاناتو د کمښت له کبله دوی نورو لارو ته مخه کوي، چیرې چې دوی د هر ډول ناوړه استفادې، استثمار او غلامۍ» سره مخامخ کیږي.

هغه زیاته کړه چې د انساني قاچاق په برخه کې مسلکي جنایتکاره بانډونه د مهاجرت له مسیر څخه په استفادې سره هڅه کوي چې خپل قربانیان د نورو پناغوښتونکو او مهاجرو په منځ کې پټ کړي.

پاپ مهاجرو ته د مرستو غوښتنونکی شو

پاپ: له مهاجرو او پناغوښتونکو سره دښمني ګناه ده

فرانسیسکو د انساني قاچاق د قربانیانو له پاره د دعا د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل: «زه له ټولو اتباعو او بنسټونو څخه غوښتنه کوم چې د انساني قاچاق د مخنيوي، د قربانیانو د حفاظت او له دوی سره د مرستې په برخه کې دې خپل قوت سره متحده کړي.»

پاپ همدارنګه په دې ورځ له ټولو وغوښتل چې دعا وکړي، تر څو د انساني قاچاقبرانو زړونه د خدای پاک پر لور ور وګرځي.

پاپ فرانسیسکو په ۲۰۱۵ م کال کې هم دغه د دعا نړیواله ورځ چې هر کال د فبرورۍ میاشتې په ۷ نیټه لمانځل کیږي د انساني قاچاق پر ضد د مبارزې تر شعار لاندې لمانځلې وه. سږ کال هم د دې ورځې شعار «بی له انساني قاچاقه مهاجرت. آزادي هو، انساني قاچاق نه» تر عنوان لاندې ولمانځل شوه. 

انساني قاچاق وړونکي، افريقايي انجوني او بدلمني، زموږ له آرشیف څخه انځوریز البوم:

DW.COM