1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«لور مي ځکه مسلمانه سوه چي پر يوه افغان ميينه ده»

۱۳۹۸ خرداد ۲, پنجشنبه

۱۷ کلنه انا ځکه مسلمانه سوې ده چي پر يوه افغان مهاجر باندي يې زړه بايللی دی. د هغې مور بيره لري چي هغه افراطيت ته مخه نه کړي او په دې ډول به يي د تل له پاره له لاسه ورکړي.

https://p.dw.com/p/3IuBo
Symbolbild Geschichte für Esther Felden
انځور: DW/Gesa Kuis

انا خبره نه ده چي مور يي د هغې په اړه له دويچه ويلي سره خبري کوي. ايلکه ميولر خپل د لور هغه عکس ښيي چي پوړنی يي پرسر او څيره يي جدي ښکاري. دا د جرمني په گڼ مېشته ايالت نورد راين ويستفالين کي له خپلو دوو لوڼو سره يوازي ژوند کوي. انا لا وړکتون ته تله چي ايلکه خپل له خاوند څخه جلا سوه. انا په يوه عيسوي مذهبه کورنۍ کي لويه سوې، خو په منظم ډول به کليسا ته نه تلله.

کله چي هغه ۱۴کلنه سوه نو د عبدل په نوم له يوه افغان تنکي مهاجر سره آشنا سوه. دغه ځوان له هغو ۲۲ زرو کم سنه مهاجرو څخه يو وو چي د ۲۰۱۵م کال په مني کي له مور او پلار پرته آلمان ته راغلي ول.

په هغه وخت کي يي د مورنۍ ژبي پښتو ترڅنګ، يو څو کلیمي آلماني هم ويلای سوای. مکتب يي نه دی خلاص کړی او د پناه غوښتنه يي رد سوې ده.

عبدال اوس ۱۹کلن دی او کيدای سي هره شېبه بيرته افغانستان ته واستول سي. ايلکه وايي، پر هغه مي زړه وسوځيد او د مور مينه مي ورکړه. هغې خپل د لور دغه ملګری کورته رادعوت او ښه هرکلی يي وکړ.

د ايلکه په خبره لور يي پر عبدل باندي زړه بايللی دی. ډير ژر يي د هغه په خاطر په ځان کي بدلون راوست. په ناڅاپي ډول يي پوړنی پر سر کړ او په لمونځ کولو يي پيل وکړ. عبدال به ويل چي دا هر څه په خپله خوښه کوي او زما له خوا فشار ورباندي نسته. انا په ۱۵کلنۍ کي مور ته وويل چي مسلمانه سوې ده.

Symbolbild Geschichte für Esther Felden
انځور: DW/Gesa Kuis

د ايلکه له پاره اسلام يو پردی مذهب وو. له همدې کبله بيره ورته پيدا سوه چي ښايي لور به يي ترې بيګانه سي. د هغې په خبره، لور به يي تل په انترنت کي د اسلام په اړه معلومات ترلاسه کول. خو هغه به هغو افراطي اسلامي ويبپاڼو ته هم ننوتله چي په آلمان کي به تر څارني لاندي وې.

له همدې کبله ايلکه مجبوره سوه په بوخوم ښار کي د مهاجرو او پناه غوښتونکو د افراطيت په اړه، يوه مشورتي دفتر ته ولاړه سي. هلته يي کولای سوای له هغو استادانو سره تماس ونيسي چي له هغو تنکي ځوانانو سره يي سروکار وي چي د مذهبي افراطيت نخښې پکښي ليدل کيږي. دغه دفتر له ټولنپوهانو، روانشناسانو او اسلامي چارو له کارپوهانو څخه جوړ سوی دی.

ښوونکي سوزانه دويچه ويلي ته وويل: «ايلکه ډير ژر زموږ سره تماس ونيو، او دا معلومه سوه چي په انا کي هم ددې خطر موجود دی چي افراطيت ته مخه کړي.» د هغې په خبره «کله چي تنکي ځوانان پر خپل سر په انترنت کي د اسلام په اړه معلومات تر لاسه کوي، نو د دې امکان ډير سته چي له غلطو کسانو لکه سلفيانو سره مخامخ سي چي په نورد راين ويستفالن کي د ۳۰۰۰کسانو په شاوخواکي غړي لري.»

د جرمني د اساسي قانون د ساتني ادارې په حواله له هغو څخه ۲۵۵کسان سوريي او عراق ته تللي چي۷۰ ښځي هم پکښي شاملي وې.

د ايلکه په خبره عبدال که څه هم افراطي مسلمان نه ښکاري خو بيا هم هغه له يوه شي څخه ډيره بيره لري. ايلکه وايي هغه راته په وار وار دا خبره کړې ده چي افغانستان ته به بيرته ولاړ سي، خپلي ناروغي مورته.

هغه دا هم ويلي دي چي کله چي انا قانوني سن يعني ۱۸ کلنۍ ته ورسيږي، بيا به واده ورسره وکړي. دا وايي که انا افغانستان ته ورسره ولاړه سي، بيا به يي ښايي هيڅکله هم ونه وينم!

Symbolbild Geschichte für Esther Felden
انځور: DW/Gesa Kuis

ايلکه په دې لا نه پوهيږي چي عبدل د افغانستان له کومي سيمي دی. د هغې په سترګو کي افغانستان يعني، جنګ، ترهګري او طالبان. خو انا په خپله مور ته ډاډ ورکړی دی چي له عبدل سره به دلته په آلمان کي پاته سي.

له بلي خوا د ښوونکې سوزانه په خبره دا کوم غيرمعمولي کار هم نه دی چي يو څوک دي خپله مينه په خارج کي هم تعقيب کړي. همدارنګه په راتلونکي کي د انا د افراطي کيدو امکان هم موجود دی.

له بلي خوا به انا هغه وخت څه ډول غبرګون وښيي چي د مثال په ډول عبدل واقعاً په جبري ډول افغانستان ته د اخراج له ګواښ سره مخامخ سي؟

خو هغه ورځ هم رانژدې کيږي چي ايلکه ورڅخه بيره لري، يعني هغه ورځ چي انا ۱۸ کلنه کيږي. د ايلکه په خبره تر دې ورځي وروسته به پوه سم چي واقعاً به خپله لور نور له لاسه ورکړم او که څنګه!

ايستر فيلدن