ولي په ځوانانو کې د کولمو سرطان ډېر شوی؟ | آلمان او نړۍ | DW | 10.09.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

ولي په ځوانانو کې د کولمو سرطان ډېر شوی؟

په يوه تازه څېړنه کې موندل شوي چې د ځينو هيوادونو په ځوانانو کې د کولمو سرطان ډېر شوی دی. د دې علتونه تر اوسه روښانه نه دي. څېړونکو يوازي يو څو اټکلونه کړي دي.

د امريکا متحده ایالاتو د سرطان د مرکز په يوه څېړنه کې چې د « Gut» په تخصصي مجله کې خپره شوې ده، ويل شوي چې تر پنځوس کلنۍ کښته کسان په زياتېدونکي توگه د کولمو د سرطان ښکار کيږي.

په څیړنه کې په لومړي ځل له ټولې نړۍ څخه د۲۰ او ۴۹ کلنۍ ترمنځ د کولمو د سرطان په اړه معلومات راټول شوي دي. همدا راز دا څېړنې تر۵۰ کلنو زيات هم تر پوښښ لاندې راولي. په څېړنه کې له کابو ۴۳ هيوادونو څخه معلومات راټول شوي دي.

تر دې مخکي هم په هغو کسانو کې چې لا پنځوس کلن شوي نه وي، د کولمو سرطان د ډېریدو په تړاو معلومات موجود ول.

ميشل هوفمايستر چې په هايدلبيرگ کې د آلمان د سرطان د څېړنې په مرکز کې د وبا يا ساري ناروغيو او تغذیې کارپوه دی او د دې څېړنې په چمتو کولو کې یې برخه هم اخيسته ده، وايي چې پر دې موضوع تر اوسه شوې څېړنې يوازې تر يوه هيواده او يوې سيمې محدودي وې.

خو هغه زياتوي چې نوې څېړنه يو نړيوال انځور وړاندې کوي: د څېړنې په حواله په جنوبي کوريا کې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ م کلونو ترمنځ هر کال له هرو ۱۰۰ زرو کسانو څخه ۱۲،۹ کسان هغه چې عمرونه یې تر۵۰ کلونو کم ول، د کولمو په سرطان اخته شوي دي. په دې ترتيب دغه هيواد په دې برخه کې تر ټولو مخکې دی.

د هند په چينايي ښار کې تر ټولو کم، له هرو ۱۰۰ زرو څخه ۳،۵ ځوانان هرکال په دې مرض اخته کيږي. آلمان بيا په ۷،۷ ځوانو ناروغانو سره د نوملړ په پورتنۍ نيمايي کې ځای لري.

د کولمو سرطان زاړه خلک ډېر گواښي

خو د امريکا په اتلانتا کې د امريکا د سرطان د ټولنې د څيړونو د مشري ربيکا سيگل د څرگندونو له مخې د زړو خلکو په مقايسه په دې مرض د ځوانانو د اخته کيدو خطر اوس هم لږ دی.

په سلواکيا کې په هرو۱۰۰ زرو کې ۱۹۲،۵ کسان چې عمرونه یې تر۵۰ کلنې زيات دي، د کولمو په سرطان اخته کيږي چې په دې توگه دا هيواد د نوملړ په سر کې ځای لري.

د هند په چينايی کې بيا دا کچه تر ټولو ټيټه ده. هلته په هرو ۱۰۰ زرو کې يوازې ۲۷،۵ لويان چې عمرونه یې تر۵۰ کلونو زيات دي، په دې مرض اخته کيږي.

خو کارپوهان بيا هم په ځوانانو کې د کولمو د سرطان پر ډېريدو انديښمن دي. هوفمايستر وايي: «په منځني عمر لرونکو کې د سرطان د پېښو دا شمیرې د انديښنې وړ دي.»

نوموړی زياتوي چې په څيړنه کې موندل شوې چې په تېره يوه لسیزه کې په ۱۴ هيوادونو کې تر پنځوس کلنو کم عمر لرونکو کې د کولمو د سرطان کچه ثابته پاتې ده، په دريو کې یې شاتگ کړی او په ۱۹ هيوادونو کې لوړه شوې ده.

له دې ۱۹هيوادونو څخه یې په نهو کې د خلکو مياشتنی عايد ډېر دی. په دې نهو هيوادونو کې چې په ځوانانو کې یې د کولمو سرطان ډېر شوی دی، په زړو کسانو کې یې دغه کچه بيا ثابته پاته ده. دا نهه هيوادونه استرليا، دنمارک، آلمان، بريتانيا، کانادا، نيوزيلند، سويډن، سلوانيا او امريکا متحده ایالات دي.

يو علت یې چاغښت دی؟

په ځوانانو کې د سرطان د ډېریدو علتونه لا روښانه شوي نه دي. خو د څېړنې ليکولان د ژوند د طرز او خوراک د عادتونو بدليدل يې يوه علت په توگه کوي، ځکه په ډېرو هيوادونو کې خلکو د لويدیځ د ژوند طرز خپل کړی او د پروسس شويو خوراکي توکو خوراک ډېر شوی دی. همدا راز ماشومانو ته د زياتو انتي بيوتيکو ورکړي ته هم په دې مورد کې د شک په سترگه کتل کيږي.

خو د تغذیې د کارپوه هوفمايستر په خبره په هغو علتونو کې چې بحث ورباندې کيږي، چاغښت یې تر ټولو منطقي بريښي. خو د نوموړي په خبره دا لا يوازې يو اټکل دی. په صنعتي هیوادونو کې په لويانو کې د کولمو د سرطان شاتگ، کارپوه هوفمايستر داسې تشريح کوي: «د کولمو د سرطان معاينه یې چې په ډېرو هيوادونو کې د لويانو له پاره برابره شوې ده، په شاتگ کې مهم نقش لري.»

په آلمان کې د بېلگې په توگه د مواد غاېطه آزمويني او کولونوسکوپي له لارې چې تر۵۰ کلنې وروسته ترسره کيږي، د لومړي پړاو د سرطان د موندنې هڅه کيږي او په دې توگه د کولمو د سرطان د پېښو مخ نيوی کيږي.

هوفمايستر وايي چې په ټوله نړۍ کې د دغه ډول آزموينو په ترسره کولو په شدت سره بحث روان دی. د دې تازه څېړنې ليکوالان توصيه کوي چې ډاکتران هغه مريضان چې لا پنځوس کلن شوي نه دي، او په کورنۍ کې يې د کولمو د سرطان پېښه رامځته شوي وي يا يو څه علايم لري، لا دقيق معاينه کړي او نورې پرمختللې معاينې یې وکړي.

زموږ له ارشيف څخه:

DW.COM

اعلان