ولي بهرني سفیران د افغانستان د ټاکنو کمیسیون ته ورځي؟ | افغانستان | DW | 08.10.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

ولي بهرني سفیران د افغانستان د ټاکنو کمیسیون ته ورځي؟

په وروستیو ورځو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ډیر بهرني سفیران تللي دي او د دې کمیسیون د کار ستاینه یې کړې ده. ایا د ټاکنو کمیسیون به د پخواني مهال ویش له مخې د پایلو په اعلان وتوانیږي.

یوازې په تیرو څو ورځو کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د امریکا د سفارت یوه لوړ پوړې چارواکې، د انګلستان سفیره او د ناټو ملکي استازي تللي دي.

که څه هم دغه سفرونه په اصل کې د کمیسیون د چارو د ارزونې په موخه ترسره کیږي خو ښايي یو بل هدف یې د ټاکنو د پایلې تر اعلان وروسته د یوه احتمالي کړکیچ مخنیوی وي.

د امریکا متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر کارین دیکر، د دوشنبې په ورځ د ټاکنو کمیسیون ته تر تلو وروسته، په کابل کې د امریکا د سفارت پر پاڼه لیکلي دي: «د افغانستان په ټاکنو کې د درغلۍ ځای نه شته. افغان رای اچوونکي د دې مستحق دي چې یوازې قانوني رایي یې په بیطرفۍ او شفافیت سره وشمیرل شي.»

په افغانستان کې د انګلستان سفیره د ناټو ملکي استازي او د کانادا سفیر نور هغه کابل میشته بهرني چارواکي دي چې په وروستیو ورځو کې یې د ټاکنو کمیسیون ته سر ورښکاره کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمیسیون ادعا کوي چې تیرې ولسمشریزې ټاکنو د افغانستان د تیرو درو ولسمشریزو ټاکنو په ډله کې تر ټولو شفافې وي. خو د وخت په تیریدو سره ډیرو نوماندانو په ټاکنو کې د درغلیو د شتون په اړه انديښنه څرګنده کړې ده.

په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې چې په ۲۰۱۴م کال کې تر سره شوې د ټاکنو پر کمیسیون سختې نیوکې وشوې او د ټاکنو د پایلو اعلان څو میاشتې وخت ونیوه. تر ټاکنو وروسته رامنځ ته شوی کړکیچ خو دومره اوږد شو چې د امریکا متحده ایالاتو پخوانی د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راغی او د ملي یووالي حکومت په جوړیدو کې یې مرسته وکړه.

اړوند مطالب

اعلان