1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: د هر شپږم مهاجر پر دوسيې ناسمه پريکړه سوې

۱۳۹۷ دی ۲۱, جمعه

د جرمني د يوې ورځپاڼي د راپور له مخي په دغه هيواد کي د پناه غوښتني د ټولو دوسيو پر ۱۷ سلنه ناسمي پريکړي سوي دي. دغه غلطۍ څوک راگرځوي؟

https://p.dw.com/p/3BNEs
Deutschland Asylverfahren
انځور: picture-alliance/dpa/C. Rehder

د جرمني «زيود دويچه څايتونگ» ورځپاڼي د راپور له مخي په دغه هيواد کي د پناه غوښتنو د دوسيو په سلو کي د ۱۷ سلنه په اړه ناسمي پريکړي سوي دي.

ورځپاڼه ليکي دي چي د پناه غوښتونکو او مهاجرو په چارو کي د جرمني فدرالي ادارې (Bamf) ډيري هغه ناسمي پريکړي چي د پناه غوښتني پروسې په برخه کي ئې کړي وي، محکمې ئې اصلاح کوي. ورځپاڼي دغه معلومات له هغو شمېرو راخيستي دي چي د جرمني حکومت ئې د دغه هيواد په پارلمان کي د کيڼ اړخو په غوښتنه وړاندي کوي.

د پناه غوښتونکو د شکايتونو پر اساس هغه دوسيې چي د ۲۰۱۸م کال په درو ربعو کي قاضيانو له سره اساسي بررسي کړي دي، تقريباً يو پر دريمه برخه ئې د مهاجرو په گټه تمامي سوي دي. چي په دې برخه کي تر ټولو ډير افغان پناه غوښتونکو ته گټه رسېدلې ده.

په پارلمان کې د کیڼ اړخي گوند د کورنیو چارو ویاندي، اولا جیلپیکه دا د سهمې اشتباه وگڼله او وویل: «رښتیا خبره دا ده چي دا د یوې فدرالي ادارې له پاره د سرلوړۍ ځای نه دی، خصوصاً کله چي د مهاجرو اړوند حقونو په برخه کي لوړو قانوني حقوقو ته سړی وگوري.»

هغې زیاته کړې ده چې پخپله د جرمني حکومت د وینا له مخې، د ۲۰۱۸م کال له جنورۍ تر سپتمبره پورې باید، ۲۸ زره مهاجرو پناه اخيستې وای، هغه څه چې د کډوالو او مهاجرو فدارلي ادارې مخ ترې اړولی دی.

دغي پارلماني استازې یادونه وکړه چي اکثره دغه مهاجر چي له دې حق څخه بې برخي سوي دي له سوريې او افغانستان څخه دي چې له سوریې څخه د هغوی شمیر کابو ۱۰ زرو او د افغانستان دا ۹ زرو ته رسیږي.

د ورځپاڼي د معلوماتو له مخي د جرمني حکومت نه غواړي چي د دغه هيواد د مدافع وکيلانو د ټولني هغه وړانديز ومني چي وايي د يوه پناه غوښتونکي د شکايت په صورت کي دي رد سوې دوسيه بې محکمې بررسي سي. په راپور کي زياته سوې ده چي په ۲۰۱۸م کال کي ۹ مهاجر غير قانوني اخراج سوي دي. په ۲۰۱۷م کال کي دوه غير قانوني اخراج سوي او تر هغه مخکي درو کلونو کي هيڅ نه ول.

په اداري محکمو کي د پناه غوښتني دوسيو د بررسي شمېر لږ سوی دئ. د تيرکال د سپتمبر مياشتي تر پايه پوري د پناه غوښتني اړوند ۳۲۳۰۰۰ شکايتونو په اړه پريکړه نه وه سوې. د دغه کال په لومړيو درو ربعو کي ۱۰۵۰۰۰ نوي شکايتونه ثبت سوي او د۱۳۱۰۰۰ شکايتونو په اړه پريکړي سوي دي.

د ورځپاڼي په راپور کي دغه راز راغلي دي چي د ۲۰۱۸م کال په لومړيو لسو مياشتو کي جرمني ته د راغلو ځوانو مهاجرو نيمايي د هويت اسناد نه لري.

خو دا بيا په دې پوري اړه لري چي له کوم هيواده راغلی دی. د بېلگې په توگه د سوريې هر څلورم مهاجر بې پاسپورته دی، په داسي حال کي چي د نايجيريا، سوماليا او گينه هیوادونو يو مهاجر هم د هويت اسناد نه لري.

د دغه شان کسانو د هويت پيژندلو يا تايد له پاره د مهاجرو او پناه غوښتونکو په چارو کي د جرمني فدرالي اداره د مهاجرو تليفونونه گوري. دغه کار د خپلي خوښي دئ، هيڅوک مجبوره نه دی چي خپل تليفون وسپاري.

زموږ له ارشيف څخه: