1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند په فضا کې يوه سپوږمکۍ ويشتلې ده

۱۳۹۸ فروردین ۷, چهارشنبه

د هند د لومړي وزير نريندرا مودي په حواله دغه هيواد د خپل نوي دافع هوا سسټم کاميابه آزموينه کړې ده. ويل شوي دي چې يوه توغندي یې د ځمکۍ په مدار کې د ۳۰۰ کيلومترو په ارتفاع کې يوه سپوږمکۍ ويجاړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3Fipr
Indien Test Abwehrsystem | Abschuss eines Satelliten | Narendra Modi, Premierminister
انځور: Getty Images/AFP/P. Singh

د هند لومړي وزير نريندرا مودي په تلویزيوني وينا کې وويل چې هند نن ځان په فضا کې هم د يوه ستر قوت په توگه مطرح کړ. هغه وويل چې سټيلايت يا سپوږمکۍ ضد وسلې «A - SAT» یې وکولای شول په درو دقيقو کې په کاميابۍ سره يو ژوندی ـ ستيلايت د ځمکې په ټيټ مدار کې د کابو ۳۰۰ کيلو مترو په لوړوالي کې را نسکور کړي.

مودي په خپلو خبرو کې وويل چې د «شکتي» په نوم دا ماموريت د هيواد د اقتصادي ودې او تخنيکي پرمختگ له پاره يو مهم گام دی.

څلور نور هيوادونه دا تخنيک لري

لومړي وزير وويل چې تر اوسه د نړۍ يوازې درې هيوادونه يعني امريکا متحده ايالات، روسيه او چين دا تخنيک لري او هند د څلورم هيواد په توگه په دغه کتار کې شامل شوی دی.

مودي په خورا ډاډ سره وويل چې د A – SAT توغندی به د هند د فضا نوردۍ د پروگرام د پرمختگ باعث وگرځي.

مودي ډاډ ورکړ چې هند به دا تخنيک د نورو هيوادونو پرضد استعمال نه کړي. هغه زياته کړه چې دا پروگرام يوازې د دفاع په موخه رامنځته شوی دی. نوموړي وويل چې په دې آزموينې سره یې له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه نه ده کړې او نه یې هم کوم تړون نقض کړی دی.

Indien Test Abwehrsystem | Abschuss eines Satelliten | Narendra Modi, Premierminister
مودي د تلویزيون له لارې دغه آزموينه اعلان کړهانځور: Reuters/F. Mascarenhas

د جنوبي آسيا دا هيواد چې ۱،۳ ميليارده نفوس لري، يو ښه او کامياب فضايي پروگرام لري. مودي تيرکال اعلان کړی وو چې په ۲۰۲۲م کال کې به يعني د هند د آزادۍ د ۷۵ کلیزې په مناسبت به د څلورم هيواد په توگه فضا ته داسې يوه سپوږمکۍ وليږي چې هوا نورد به هم پکښې وي.

د انتخاباتي کمپاين تور

د اپوزيسيون استازو بيا د مودي په دې ډول راڅرگنديدو نيوکې کړي او دا یې د هغه د انتخاباتي کمپاين برخه او تگلاره وبلله. په هند کې به د اپريل له ۱۱ نيټې څخه د مي تر ۱۹ نيټې پورې په څو پړاونونو کې د استازو مجلس غړي انتخاب شي.

ممتا بينرجي چې د هند د «آل انډيا ترينمول گوند» مشره ده او غواړي د هند لومړۍ وزيره شي، د ټاکنو له قوانينو څخه د سرغړوني خبره وکړه او د انتخاباتو کمیسيون ته یې رسمي شکايت وکړ.

د مودي هندو ناسيونالست گوند په ټاکنو کې د خلکو د خوښي وړ گوند گڼل کيږي. د کاميابۍ په صورت کې به مودي کولی شي د نورو پنځوو کلونو له  پاره د حکومت چارې پر مخ يوسي.

B.S/N.Z (rtr, deccanherhold, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: