د dw.com بیټا بڼه تر اوسه پورې بشپړه شوې نه ده. ستاسې نظر د دې پاڼي په لا ښه جوړولو کې مرسته کولی شي.
په هند کې د یوه سپې د زوکړې ورځې په مناسبت مراسمو کې کرونايي محدودیتونه نقض شوي چې له امله يې یو شمیر کسان د پولیسو لخوا نیول شوي دي. پر دغه مراسمو نژدې لس زره ډالر مصرف شوي دي.
د هندوستان پولیس وايي چې د ابې (Abby) په نوم د يوه سپې د زوکړې د دوهمې کلیزې په مناسبت دغه مجلل مراسم د حیدر آباد ښار په لويديځ کې نيول شوي ول. دوی وايي پر دغه مراسم یا میلمستیا ۷۰۰ زره هندي کلدارۍ (نژدې ۱۰ زره امریکايي ډالر) لګول شوې وې.
زیاته شوې چې د دغو مراسمو له پاره يو غټ کيک آماده شوی وو او د مراسم په ځای کې د ابې لوی لوی انځورنه لګول شوي ول.
د جمعې په ورځ د ميلمستيا له پاره د جوړ شوي ځای څخه اخیستل شوې ويډيوګانې پر ټولنیزو رسنيو خپرې شوي، چې په هغو کې يوه ډله خلک د نڅا په حال کې ليدل کيږي.
د دغه مراسم ګډونوالو کرونايي مقرراتو ته په کتو، د یو بل تر منځ ټولنيز واټن نه وو رعایت کړی، چې په نتیجه کې يې پولیس د میلمستيا پر ځای ورغلي دي.
د سیمې د پولیسو یو افسر، وي دې زلا، په نوم د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ د یوې لوېې میلمستيا د جوړیدو څخه خبر ترلاسه کړی وو، په همدې دليل مو د مراسمو پر ځای چاپه ووهله. د کرونايي مقرراتو له مخې باید د میلمستيا له جوړيدو څخه دمخه اجازه واخیستل شي. ګډونوال مسئولیت لري چې د میلمنو تر منځ د ټولنيز واټن د رعایتولو په اړه اطمینان ترلاسه کړي.»
زیاته شوې چې درې کسان نیول شوي ول، چې وروسته د ضمانت پر اساس بیرته پریښودل شول. دغه مراسم داسې وخت نیول شوي ول چې هند کې تازه د کرونا وبا پیښې ډيرې شوي دي.
دغه هیواد په ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د اخته کیدو نژدې ۱۶۰ زره نوې مثبتې پيښې ثبت کړي دي. دا له یوې اوونۍ مخکې پيښو په پرتله شپږ برابره ډیرې دي.