هندي ځواکونو په کشمیر کې یو پاکستاني سرتیری وژلی دی | دويچه ويله پښتو | DW | 06.01.2013
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

هندي ځواکونو په کشمیر کې یو پاکستاني سرتیری وژلی دی

هندي ځواکونو د يکشنبې په ورځ د پاکستان د اردو په خبره د دغه هېواد پر يوې پوستې باندي بريد کړی دی چې په پایله کې یې یو پاکستاني سرتیری وژل شوی دی او بل ټپي شوی دی. د پاکستان د اردو يوه وياند ويلي دي چې پاکستاني پوځ دغه بريد چې د کشمير پر «سوان پترا» پوستې باندي شوی وو، پر شا وتمباوه. دواړو لورو بيا متقابلې ډزې هم وکړې. پېښه د کنترول د کرښې په اوږدو کې رامنځته شوې ده، چې د دواړو هېوادونو تر منځ يوه نړيواله پوله بلل کيږي او پوځيان تل په دغه سيمه کې ډېرې ګزمې کوي.