هغه خور او ورو چې مالیات یې د خدای ضد اقدام ګنه، په محکمه کې قضیه بایلوده | آلمان او نړۍ | DW | 18.07.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

هغه خور او ورو چې مالیات یې د خدای ضد اقدام ګنه، په محکمه کې قضیه بایلوده

فني او رمبیرتوس بیروپوت په دې باور ول چې د مالیاتو ورکول «د خدای پر ضد ښورښ» په معنی دي. خو د استرالیا د تاسمانیا ټاپو یوې محکمې دغه خور او ورور ته امر کړی چې تر یوه میلیون استرالیایي ډالرو ډیر مالیات ورکړي.

هغو دوو استراليايي عیسويانو چې پر عاید د مالیاتو له ورکولو یې ډډه کوله اوس بايد ۲،۳ ميليونه استراليايي ډالره ماليات ورکړي. دوی د مالياتو له ورکولو څخه ډډه کوله او دا کار يې «د خدای د ارادي ضد کار» گڼی.

د استرالیا د تاسمانیا ټاپو عالي محکمې په پریکړه کې راغلي دي چي د عیسویانو مقدس کتاب انجیل، په مشخص ډول د دې دین پیروانو ته دا امر نه کوي چې مالیات دې نه ورکوي.

فني الیدا بیروپوت او د هغې ورور رمبیرتوس کورنلیس بیروپوت له ۲۰۱۱م کال راهیسې د عاید پر سر د مالیاتو له ورکولو ډډه کوله، ځکه هغوی باور درلود چې د مالیاتو وضع کول د مالکیت یو ډول دی چې په حواله یې دغه واک د استرالیا حکومت نه لري. هغوی د مالیاتو له درکه ۹۳۰ زره استرالیایي ډالر پوروړي ول.

دغو دواړو کسانو په محکمه کې پخپله دفاع کوله. د «اې بي سي» تلویزیون په حواله هغوی محکمې ته ویلي دي چې که څه هم یې تر۲۰۱۱م کال مخکې مالیات ورکول، خو وروسته له ديني اړخه هغوی په دې پوه شول چې د مالیاتو ورکول د خدای د خوښې پر ضد یو کار دی.

قاضي ویلي دي چې دغه دوه کسان «په رښتیا او صداقت» په دې باور دي او دغه کار له مالیاتو څخه د تیښتې په نیت نه کوي. خو هغه روښانه کړې ده چې په انجیل کې داسې کومه مشخصه برخه نشته چې د هغوی دغه ادعا ثابته کړي، ځکه نو باید مالیات ورکړي.

محکمې اوس فني الیدا بیروپوت او د هغې ورور رمبیرتوس کورنلیس بیروپوت ته امر کړی دی چې په ترتیب سره ۱،۱۵۹ میلیونه ډالر او ۱،۱۶۶ میلیونه ډالر پیسې ورکړي چې د مالیاتو پور، اداري لګښتونه، سود او نور پورونه یې ادا شي.

(لویزا ورایت)

اعلان