1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هالند په افغانستان کې خپل ماموریت تمدید کړ

۱۳۹۶ شهریور ۲۰, دوشنبه

د هالند حکومت ویلي دي چې په عراق او سوريه کې د داعش ترهګري ډلې پر ضد جګړه، په مالي کې د ملګرو ملتونو په سوله ساتې ماموریت او په افغانستان کې د ناټو په ماموریت کې به خپلې ونډې ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/2jiEm
Afghanistan Niederländische Soldaten in Kundus
انځور: AFP/Getty Images/E.J. Daniels

د هالند کابینې د دوشنبې په ورځ د دغه هیواد پارلمان ته خبر ورکړی چې هالند به په راتلونکي کال کې هم په دغو ماموریتونو کې ونډه واخلي.

د هالند د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې ماتیدونکی نړیوال امنیتي وضعیت په دې معنی دی چې هالند هم باید د خپل مسوولیت منلو ته دوام ورکړي. په بیانیه کې راغلي دي چې د دغو ماموریتونو لومړیتوب له ترهګري سره مبارزه او د غیري عادي مهاجرتونو مخنیوی دی.

په دې ترتیب سره به نو په ۲۰۱۸ کال کې نزدې ۲۵۰ تنه هالندي سرتیري په مالي کې د ملګرو ملتونو په سوله ساتي ماموریت کې برخه ولري.

په افغانستان کې به د هالند د سرتیرو شمیر ۱۰۰ تنه وي چې د ناټو د پریکړنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې به د افغان امنیتي ځواکونو د روزني له بهیر سره مرسته کوي.

په عین حال کې به هالند په ۲۰۱۸م کال کې هم په سوريه او عراق کې له خپلو څلورو F-16 ډوله جټ الوتکو سره د داعش ترهګرې ډلې پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.