نیپال: د الوتکې د اور اخیستنې په پیښه کې ۱۸ کسان مړه شوي
۱۴۰۳ مرداد ۳, چهارشنبهد د نيپال پوليسو د چهار شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د جولای ۲۴) د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې په کټمنډو کې یوه کوچنۍ مسافر وړونکې الوتکه د الوتنې پرمهال له ځغاستلیکې اوښتې او اور یې اخیستی دی چې له کبله یې ۱۸ کسان مړه شوي دي. پولیسو زیاته کړې ده چې د الوتکې پیلوټ له پیښې ژوندی راوتلی دی.
نیپال چې په سیمه کې د هوايي سفر د خوندیتوب له کبله ښه سابقه نه لري، وخت نا وخت ترې د دغه راز پیښو خبرونو خپریږي. په دغه هیواد کې په وروستیو کلونو کې یو شمیر څرخې الوتکې او کوچنۍ مسافر وړونکې الوتکې لوېدلي چې له کبله یې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د چارواکو په خبره، د سوریا ایرلاینز په نامه د نیپالي شرکت دغې الوتکې د الوتکې پر عملې سربیره د شرکت ۱۷ کار کوونکي د یوه ازمایښتې پرواز پرمهال انتقالول چې دغه پیښه رامنځ ته شوه.
د نیپال د پولیسو ویاند ډان بهادر کارکي، د فرانسې خبري آژانس ته د یادې پیښې په هکله وویل: «د الوتکې پیلوټ ژغورل شوی او اوس تر درملنې لاندې دی.»
تر پیښې وروسته په خپرو شویو انځورونو کې الوتکه لیدل کیږې چې دوې ټوټې شوې او د اور په لمبو کې سوځي. د پیښې په سیمه کې لسګونه نیپالي سرتیري هم لیدل کیږي.
د نیپال پوځ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې پیښه د نیپال پر وخت پر ۱۱ بجو او ۱۵ دقیقه رامنځ ته شوې ده او زیاتوي چې د پیښې سیمي ته د چټک غبرګون قطعه رسېدلې او د ژغورنې عملیات ادامه لري.
په نیپال کې په وروستیو کلونو کې صعب العبور سیمو ته د توکو، مسافرو، سیلانیانو او غر ختونکو د انتقا له نیوکو سره مخامخ دي.
اروپايي ټولنې د الوتکو د نه خوندیتوب له کبله د نیپال ټول هوايي شرکتونه له خپل فضايي حریم څخه منع کړي دي.
د همالیا د غرونو په لړۍ کې پروت دغه هیواد په نړۍ کې د الوتکو تر ټولو سختې ځغاستلیکې لري چې ان تکړه پیلوټان هم د پرواز پرمهال له ننګونو سره مخامخ کوي.
خ.ح / ن.ز / آژانسونه