نړیوال مشران د سوریې د قدرت د انتقال پر بهیر سره راضي شوي دي | دويچه ويله پښتو | DW | 01.07.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

نړیوال مشران د سوریې د قدرت د انتقال پر بهیر سره راضي شوي دي

د ملگرو ملتونو او عربي لیگ ځانگړي استازي کوفي عنان ویلي دي چې نړیوال مشران په سوریه کې د یوه انتقالي دولت په جوړیدو راضي شوي دي. عنان د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د نوي دولت دنده به په سوریه کې د روان تاو تریخوالي راکمول وي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل چې په دغه نوي دولت کې ښایې د اسد د رژیم چارواکي او د مخالفینو استازي گډون ولري. پر دغه خبره باندې ټول نړیوال مشران چې د شنبې په ورځ په جینوا کې سره راټول شوي وو، هوکړه کړې ده. خو روسیه او چین په نوي حکومت کې د بشارالاسد د رول پر سر له اوس هم له لویدیځ سره په تضاد کي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن ویلي دي چې هغوی په دغه نوي دولت کې د بشارالاسد له پاره کوم ځای نه ویني، خو روسیه او چین پر دې خبره ټینگار کوي چې دا په سوریې پورې تړلې ده چې دغه پلان څرنگه پر مخ بیایي.

اړوند مطالب