نوکیا ۳۳۱۰ له یو څه بدلون سره بیا بازار ته راوځي | آلمان او نړۍ | DW | 27.02.2017
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

نوکیا ۳۳۱۰ له یو څه بدلون سره بیا بازار ته راوځي

د نوکیا شرکت اعلان کړی چې درې ډوله نوي ځیرک تلیفونونه به بازار ته عرضه کړي. پر دې سربیره به دغه شرکت د خپل پخواني او ډیر مشهوره تلیفون چې نوکیا ۳۳۱۰ نومیده، یوه نوې بڼه بازار ته وړاندې کړي.

د نوکیان ۳۳۱۰ نوی ماډل د پخواني ماډل پر خلاف چې په افغانستان کې یې د هغه د کلک والي له کبله ورته آن «سنګ پای» هم ویل، زیات امکانات لري. دغه تلیفون رنګه هینداره، د انترنت اسانتیا او یوه کمره لري.

د فنلندي شرکت «اچ ام دي ګلوبل» مشر آرتو نوملا، چې د یوه تړون له مخې د نوکیا تلیفونونه جوړوي، ویلي دي چې نوي تولید شوی نوکیا ۳۳۱۰ تلیفون به «د مار» مشهوره لوبه هم ولري.

هغه په بارسولانا کې د موبایل د نړیوالې کنګرې په څنډه کې وویل: «دغه موبایل د دې امکان لري چې تاسو په کې ۲۲ ساعته خبرې وکړئ، یعنې د پخواني موبایل په پرتله لس وارې ډیر وخت.»

د نوکیا ۳۳۱۰ ډوله تلیفون تولید په ۲۰۰۰ کال کې پیل شو او د ۱۲۰ میلیونه تلیفونونو تر پلورل کیدو وروسته په ۲۰۰۵ کال کې د دې تلیفون د تولید بهیر پای ته ورسید. په دې ترتیب سره دغه موبایل د نړۍ یو له ډیرو پلورل شویو ګرځنده تلیفونونو څخه شو.

کارپوهانو ویلي دي چې د دې تلیفون د تولید بیا پیلول، یوه ډیره ښه پریکړه ده. د «اچ ام دي ګلوبل» شرکت به پر دې سربیره درې ډوله نور نوکیا تلیفونونه هم تولید کړي چې د اندراید پر سیستم کار کوي. دغه تلیفونونونه نوکیا ۳، نوکیا ۵ او نوکیا ۶ نومول شوي دي.

نوکیا له ۱۹۹۸ کاله بیا تر ۲۰۱۱ کاله پورې په نړۍ کې د کرځنده تلیفونونو تر ټولو لوی شرکت وو خو بیا وروسته یې ځای د سویلي کوریا شرکت سمسونګ، ونیوه.

DW.COM

اعلان