نوکياNokia نه غواړي په جرمني کي د تليفون جوړولو کار ته ادامه ورکي | آلمان او نړۍ | DW | 17.01.2008
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

نوکياNokia نه غواړي په جرمني کي د تليفون جوړولو کار ته ادامه ورکي

د فنلينډ د موبايل تليفونو شرکت نوکياNokia نه غواړي ، چي د جرمني د چارواکو سره په بوخوم کي ...

په جرمني کي د نوکياNokia د کارخانې د تړلو پر ضد مظاهره

په جرمني کي د نوکياNokia د کارخانې د تړلو پر ضد مظاهره

د شرکت د کارخانې د پاته کيدو په باب معامله او خبري وکي .

په هلسنګي کي ددغه شرکت يوې وياندي وويل ،چي د کارخانې تړل په دقيق ډول سنجول سوي دي . د جرمني حکومت او د نورد هاين ويستفالن د ايالت حکومت د نوکيا څخه وغوښتل چي پردغه موضوع باندي ورسره خبري وکي، او په عين حال کي يې اخطار ورکۍ ، چي په بل صورت کي به تشويقي پيسې بيرته ځني وغواړي . نوکياNokia د 1995 کال څخه بيا تر 1999پوري ددغه ايالت څخه 60 مليونه ايرو تشويقي پيسې پلاس راوړي وې، او 28 مليونه نوري يې د جرمني د حکومت څخه پلاس راوړي وې .

د اروپايي ټولني کميسيون اوس پر دې باندي غور کوي چي آيا نوکياNokia خو به په رومانيا کي د اروپايي ټولني د کومکي ذخيرې پيسې پلاس نه وي راوړي، او يا وعده نه وي ورسره سوې .

په جرمني کي د ټولو ګوندونو سياست مداران د نوکياNokia د شرکت دې خبري ته د شک په سترګه ګوري ،چي ګواکي جرمني نور د سيالۍ او رقابت وړ ځای ندی .

د نوکيا شرکت ويلي وه ،چي د جرمني دغه مؤسسه به ددغه عيسوي کال تر پايه پوري وتړل سي ، او رومانيا او هنګري ته به انتقال پيدا کي ،چي په نتيجه کي به د جرمني د بوخوم په ښار کي 2300 کارکونکي بيکاره سي .

ځينو کسانو د نوکياNokia موبايل تليفونو پر رانيولو د بايکوټ غوښتنه کړې ده .

اړوند مطالب