1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نهه ساعته وینا، په امریکا کې حکومتي چاري وځنډولې

۱۳۹۶ بهمن ۲۰, جمعه

د بودجې د قانون د نه تصویبیدو له کبله په روان میلادي کال کې د دوهم ځل له پاره د امریکا متحده ایالاتو دولتي چاري په موقتي توګه ځنډول شوي دي. چارې د یوې سناتور له خوا تر نهه ساعته وینا وروسته ځنډیدلې دي.

https://p.dw.com/p/2sOIH
Capitol Hill in der Nacht
انځور: picture alliance/dpa/J. Lo Scalzo

په متحده ایالاتو کې د دوهم ځل له پاره د فدرال دولت چارې له موقتي ځنډ سره مخامخ شوې دي خو د حکومتي چارو ځنډیدل ښایي د لنډې مودې له پاره وي. د پنجشنبې په ماښام د دوه کلنې بودجې د قانون په هکله د متحده ایالاتو د سنا مجلس غونډه بې له کوم توافقه پای ته ورسیده.

یوه توافق ته د نه رسیدو لامل د سناتور رند پاول، سرسخت مقاومت وو چې نهه ساعته یې د بودجې د قانون پر ضد وینا وکړه. هغه وویل چې د بودجې د طرحې پر سر بحث کې د دولتي پور حد په پام کې نه نیول کیږي او په دې ترتیب به په راتلونکو دوو کلونو کې ۳۰۰ میلیارده ډالر د دولت پر پور وراضافه شي.

شل ورځې تر مخه د متحده ایالاتو فدرال دولت چارې هغه وخت وځنډیدي چې د ترمپ د ادارې له لوري د وړاندیز شوې بودجې د لایحې پر سر جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو د نظر اختلاف درلود. خو دغه ځنډ د کانګرس له لوري د موقتي بودجې تر تصویب وروسته پای ته ورسید. دغې بودجې د فدرال دولت لګښتونو یوازې د پنجشنبې (د ۲۰۱۸م کال د فبرورۍ اتمه نیټه) تر ورځې پورې تامینول.

Senator Rand Paul in Washington
سناتور رند پاولانځور: Reuters/J. Roberts

د متحده ایالاتو فدرال دولت د موقتي ځنډ په ترڅ کې ټول غیر مهم خدمات دروي. خو پولیس، اطفائیه، په فدرالي تاسیساتو کې روغتیایي خدمات، پستي خدمات، وسله وال ځواکونه او د هوایي ترافیک په برخه کې بوخت کارکوونکي خپل کار ته ادامه ورکوي. له دې سره سره هم ځینې فدرالي ادارې تړل کیږي او کابو نیمایي دولتي کارکوونکي جبري رخصتیږي.

آیا د افغانستان پر جګړې د حکومتي چارو ځنډیدل کوم اغیز لري؟

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په جنورۍ میاشت کې ویلي وو چې د حکومتي چارو ځنډیدل به په افغانستان کې د امریکا پر پوځې جګړې او یا په عراق او سوریه کې د تندلارو یاغیانو پر ضد مبارزې باندې کوم اغیز و نه لري. د هغوی په خبره ټول فعاله پوځي پرسونل به پر خپلو دندو پاتې شي.

سناتور رند پاول، وایي چې اندیښنه لري چې د بودجې نوی قانون به د متحده ایالاتو د لګښتونو په میزان کې د پام وړ زیاتوالی راولي. هغه په خپله وینا کې وویل چې نه شي کولای اجازه ورکړي چې جمهوري غوښتونکي د اوباما د واکمنۍ پر مهال د دیموکراتانو په څیر چلن وکړي او ټول مالي اساسي اصول له پامه وغورځوي.

ښایي د متحده ایالاتو د حکومتي چارو ځنډیدل د ډیرې کمې مودې له پاره وي، ځکه چې د متحده ایالاتو سنا خپلې جلسې ته ادامه ورکړه، څو د بودجې د تصویب په هکله بحثونه وکړي. په سنا کې د دغه قانون تر تصویبیدو وروسته، هغه د وروستي تصویب له پاره د استازو مجلس ته استول کیږي.

زموږ له آرشیف څخه: