نن په تاریخ کې | ځانگړي مطالب | DW | 17.07.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

نن په تاریخ کې

نن سه شنبه، د جولای د میاشتې ۱۷مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۹۹مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۶۷ ورځې پاتې دي.

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۴۵۳م کال پر همدې ورځ فرانسې بریتانیا ته ماتې ورکړه. له دې سره د دواړو هیوادونو تر منځ اوږده جگړه پای ته ورسیده.

د ۱۸۹۴م کال پر نن ورځ ایټالیاوي ځواکونو د سودان یوه برخه ونیوله.

د ۱۹۳۶م کال پر همدغه ورځ د هسپانیې کورنۍ جگړه پیل شوه.

د ۱۹۶۵م کال پر نن ورځ امریکايي B52 الوتکو د لومړي ځل له پاره پر وینتام باندې برید و کړ.

د ۱۹۷۳م کال د جولای د میاشتې پر ۱۷مه نیټه افغانستان له شاهي نظام څخه په جمهوریت بدل شو. له دې سره نو په دې هیواد کې د ظاهر شاه څلویښت کلن ځواک پای ته ورسید.

د ۱۹۸۷م کال پر همدې ورځ فرانسې له ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې.

د ۱۹۹۱م کال پر همدې ورځ رویې او امریکا اعلان وکړ چې خپلې اتومې وسلې به راکمې کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض

د موضوع په اړه ویدیوگانې او غږونه