نن په تاریخ کې | ځانگړي مطالب | DW | 22.11.2011
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

نن په تاریخ کې

نن د سه شنبې ورځ، د نومبر د میاشتې ۲۲مه نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۲۶ ورځ ده. د کال پاې ته ۳۹ ورځې پاتي دي.

default

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

د ۱۶۹۹م کال پر ننې ورځ، ډنمارک، روسیې، ساکسوني او پولنډ د سویډن د امپراطورې د ویشلو تړون لاسلیک کړ.

د ۱۹۴۳م کال پر همدغه ورځ لبنان ته د دوو لسیزو وروستو خپلواکي ورکړل شوه.

د ۱۹۶۳م کال د نومبر د میاشتې په ۲۲ نیټه د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، جان ایف کینډي، ترور شو.

د ۱۹۷۲م کال پر همدې ورځ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، رچرډ نیکسن، ۲۲ کلن زوړ هغه بندیز چې په ترڅ کې پر امریکایي تابعیت لرونکو باندې د چین هیواد ته د سفر بندیز وو، لرې کړل شو.

د ۱۹۸۹م کال پر همدې ورځ د لبنان ولسمشر، رنه معوض، ووژل شو.

د ۱۹۹۰م کال پر نن ورځ د انګلستان لمړي وزیره، مارګریټ تاچر، په ټولټاکنو کې تر ماتې وروسته، د ۱۱ نیم کلونو وروسته استعفی ورکړه.

د ۱۹۹۷م کال پر همدغه ورځ وسله والو په صومالیه کې د ملګرو ملتونو او د اروپایې اتحادې پنځه تنه کارکوونکي برمته کړل. خو درې ورځې وروسته یې پرته د کوم زیان رسولو بیرته خوشې کړل.

د ۲۰۰۵م کال د نومبر د میاشتې په ۲۲مه نیټه انګلیلا میرکل، د المان لمړنې صدراعظمه شوه.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل