ننګرهار کې پر جنازې بريد مرګژوبله اړولې | افغانستان | DW | 31.12.2017
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

ننګرهار کې پر جنازې بريد مرګژوبله اړولې

چارواکي وايي چې په جلال آباد ښار کې د جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې چې مرګژوبله يې اړولې ده.

Afghanistan Explosionen in Nangarhar (picture-alliance/NurPhoto/N. Sabawoon)

آرشيف انځور

د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د يوه پخواني ولسوال ولي ګل د جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې چې له کبله يې ګڼ انسانان وژل شوي او نور ټپيان شوي دي. د رويټرز خبري اژانس په حواله لږ تر لږه شپږ انسانان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

عطا الله خوګياڼی، چې د ننګرهار د والي وياند دی، وويل چې چاودنه د هغو خلکو په منځ کې شوې ده چې د جنازې په مراسمو کې يې ګډون کړی وو. د ولايتي شورا يوه غړي، ذبيح الله زمري، د آلمان خبري اژانس ته ويلي دي چې د هغه د معلوماتو له مخې ۱۵ انسانان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

د چاودنې د اصلي دليل په اړه لا څېړنې جريان لري. تر اوسه لا څرګنده نه ده چې آيا چاودنه د يوه بريد په پايله کې رامنځ ته شوې يا دا چې بل علت يې درلود. د وژل شوو او ژوبل شوو کسانو کره شمېر هم لا نه دی معلوم شوی.

د آلمان ږغ د ځايي خبريال په وينا عطالله خوګياني ويلي چي چاودېدونکي توکي په يو موټرسايکل کي پټ کړل سوي ول او دا چي دا يو ځانمرګی بريد نه ؤ.

اعلان