میرکل چین ته خپل دوه ورځینی سفر پیل کړ | دويچه ويله پښتو | DW | 30.08.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

میرکل چین ته خپل دوه ورځینی سفر پیل کړ

د المان صدر اعظمه انگلا میرکل، به نن په پیکینک کې د چین له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

هغه له یوه لوړپوړي الماني پلاوي سره د چین په یوه دوه ورځیني سفر تللې ده.

میرکل به د چین له لومړي وزیر وین جیا باو سره هم وویني. په اروپا کې د پرونو کړکیچ ښايي د میرکل د سفر اصلي موضوع وي.

المان او چین به همدارراز د میرکل په دې سفر کې د خپلو اقتصادي اړیکو د پراخولو پر سر خبرې وکړي.

بشري حقونه، د رسنیو ازادي او د سوریې جگړه د میرکل د سفر نورې موضوعگانې دي.

اړوند مطالب