میانمار ته د ستنیدو بهیر له پیلیدو سره د روهنګیا لږکیو تر منځ ویره | بشري حقونه | DW | 15.11.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

بشري حقونه

میانمار ته د ستنیدو بهیر له پیلیدو سره د روهنګیا لږکیو تر منځ ویره

له میانمار څخه بنګله دیش ته د روهنګیا لږکیو د ډله ایزې تیښتې ۱۵ میاشتې وروسته په پام کې چې دغه لږکي بیرته میانمار ته وروګرځي، چیرې چې هغوی ښایي بیا هم له تبعیض سره مخامخ وي. دغه لږکي د امنیت او عدالت غوښتنه کوي.

په اکتوبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې یوه کمیسیون رپوټ ورکړ چې لا هم په میانمار کې د روهنګیا لږکیو نسل وژنه ادامه لري. خو په دې سربیره په پام کې ده چې د نومبر میاشتې په ۱۵ نیټه د بنګله دیش له مهاجر کمپونو څخه میانمار ته د روهنګیا لږکیو بیرته ستنیدل پیل شي.

د بنګله دیش د مهاجرو چارو کمیسیا محمد ابوالکلام، رسنیو ته ویلي دي چې په پام کې ده د ۳۰ کورنیو ۱۵۰ تنه غړي د پنجشنبې په ورځ بیرته میانمار ته وروګرځي. دغه کسان د هغو ۲۲۶۰ کسانو له ډلې څخه دي چې احتمالا غواړي بیرته میانمار ته ستانه شي.

د بنګله دیش د معلوماتو له مخې دا یوازې هغه کسان دي چې په خپله خوښه ستنیږي. خو د ملګرو ملتونو له لوري ویل شوي دي چې ډیری روهنګیا لږکي بیرته میانمار ته له ستنیدو ویره لري. د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالي کمیسارۍ (UNHCR) ویاند جوزف سوریا تریپورا، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ ته له مهاجر کمپونو څخه د ځینو روهنګیا لږکیو د لادرکه کیدو رپوټونه رارسیدلي دي.»

هغه دې ته اشاره کوي چې د ۲۰۱۸م کال په پیل کې د بنګله دیش او میانمار ترمنځ په شوي تړون کې په اجباري توګه د مهاجرو ستنول شامل نه دي.

«تر هغه وخته نه ستنیږو چې امنیت نه وي»

تریپورا، په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي: «موږ هڅه کوو دا معلومه کړو چې واقعا هر کس په خپله خوښه ستنیږي.»

د هغه په خبره په میانمار کې وضعیت دې ته مساعد نه دی چې مهاجر بیرته وروګرځي. هغه زیاتوي: «موږ په دې باور یو چې میانمار ته د خلکو د ورستنولو تر مخه باید په دغه هیواد کې ډیر څه وشي.»

د چارو پوهان په میانمار کې د روهنګیا لږکیو د تابعیت نه درلودو او د مدني حقوقو نشتوالي ته اشاره کوي. د هغوی په خبره د بیرته ستنیدو لړۍ ښایي د هغوی په وضعیت کې ډیر لږ بدلون راولي. د هغوی په خبره پر دې سربیره په راخین ایالت کې ډیر شمیر کلي له منځه تللي دي او د بنګله دیش د کوکس بازار او نورو سیمو مهاجر کمپونو کې اوسیدونکي مهاجر په میانمار کې کومه سرپناه نه لري چې بیرته وروګرځیدی شي.

د سه شنبې په ورځ په کوکس بازار کې د ابول کشیم په نوم یوه مهاجر له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ تر هغه وخته میانمار ته بیرته نه ستنیږو، چې هلته زموږ امنیت نه وي تضمین شوی. [د میانمار چارواکي] باید زموږ شتمني بیرته راکړي. زموږ پر خلکو اوس هم حملې کیږي، اوس هم کورونه سوځول کیږي او خلک شکنجه کیږي. موږ هلته په امنیت کې د ژوند تیرولو کومه هیله نه لرو.»

په ویجاړو شوو کلیو کې وضعیت څه ډول دی؟

په اګست میاشت کې د بنګله دیش د مهاجرو چارو کمیسار محمد ابوالکلام، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې میانمار لا هم د روهنګیا لږکیو کلي او کورونه بیرته نه دي رغولي، خو په خبره یې د هرکلي مرکزونه او موقتي کمپونه به په خپل وخت سره جوړ شي. هماغه وخت کلام پر دې خبره اعتراف کړی وو چې د دې تضمین نه شي کیدای چې د تړون له مخې دې مهاجر بیرته د خپلې خوښې سیمو ته وروګرځي. اوس چې څلور میاشتې وروسته دغه تړون نافذیږي، لا هم روښانه نه ده چې آیا دا موضوعګانې حل شوي او که نه.

دوه ورځې تر مخه کلام له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي وو چې بنګله دیش او میانمار د مهاجرو بیرته ستنیدو ته چمتو دي. د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا مهاجر د بیرته ستنیدو د لړې د پیلیدو له کبله له کمپونو تښتیدلي دي، هغه وویل: «موږ د دغسې قضیو په هکله اساسي معلومات نه لروي. موږ به په دې هکله هغه وخت ډیر معلومات ولرو کله چې د کسانو بیرته شمیرل پیل شي. موږ د بیرته ستنیدو پروسه د لومړني لېست په اساس پیل کړې ده.»

«موږ بیرته خپلې شتمنۍ غواړو»

د نورالحق په نوم یوې بلې مهاجرې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د بالوخیل له کمپه وروسته له هغې وتښتیده چې میانمار ته د مهاجرو د بیرته ستنیدو د پلانونو په هکله خبره شوه. هغې زیاته کړه: «موږ بیرته میانمار ته تلل نه غواړو. کله چې موږ بیرته ولاړ شو هغوی به موږ بیا وربړوي.»

د کوکس بازار د مهاجر کمپ یوه اوسیدونکي محمد امین له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ به هلته وربړول شو. زموږ ځمکې غلا شوي دي. موږ د عدالت غوښتنه کوو. موږ ټول هغه څه بیرته غواړو چې د کال په اوږدو کې له موږ غلا شوي دي. زموږ امنیت باید تضمین شي. یوازې په دې صورت کې بیرته میانمار ته ستنیږو.»

د فرانسې خبري آژانس له چهارشنبې ورځې راهیسې په کمپونو د زیات پوځي حضور رپورټ ورکړی دی. د دغه رپوټ له مخې پولیسو او عسکرو ګزمې کولې او د اوسیدونکو اسناد یي کنترولول.

زموږ له آرشیف څخه: 

DW.COM

اعلان