موږ له Cookies څخه کار اخلو، تر څو خپل خدمات درته بهتره کړو. په دې اړه نور معلومات زموږ د معلوماتو د خونديتوب په برخه کي موندلای سئ.
په هندوستان کې درې طلاقه د قانون خلاف کار بلل شوی دی. په هر دين کې ځینې داسې دودونه موجود دي چې د دين دباندي يا دننه خلکو تر منځ د مختلفو شخړو سبب ګرځي او پر ضد يې غږونه پورته کيږي. بعضي داسي دودونه دلته وپېژنئ:
په غزني ولایت کې یو شمېر خلکو نورو مذهبي طریقو ته مخه کړې او خلک دوی د وهابیانو یا اهل حدیث په نوم پیژني. په جوماتونو او کلیو کې له دوی سره توپیري چلند کیږي او دوی وايي چې زیاتره خلک په خرافاتو باور کوي او دوی ته ستونزې جوړوي.
په بامیان ولایت کې یوه ښځه او میړه چې حنفي او جعفري مذهب لري، له څلورو لسیزو راهیسې ګډ ژوند کوي. دوی وايي چې د مذهب تفاوت یې ګډ ژوند له ستونزو سره نه دی مخامخ کړی. په قطر کې بیا وضعیت بل ډول دی، ځکه چې د مذهب اړوند بحث د افغانستان د سولې مذاکرات له ننګونو او ستونزو سره مخامخ کړي دي.
هندوستان یو له هغو هیودونو څخه دی چې د مختلفو مذهبونو، دودونو او بیلا بیلو ټولنیزو اړیکو درلودلو له کبله ورته د نړۍ پر نورو هیوادونو برتري ورکول کیږي. په دې انځور رپوټ کې د دغه هیواد یو شمیر دودونو ته اشاره شوې ده.
د بودایي مذهب بنسټ ایښوونکی بودا د دې طریقې د پيروانانو په نزد د امن پيغمبر دی. خو دوه ګاونډي هیوادونه هند او نیپال هر یو یي ټینګار کوي چې بودا د دوی په هیواد پورې تعلق لري او دوی یي د وراثت اصلي مستحقین دي.
کرونا وبا ورځ تر بلې د افغانستان ولایتونو ته د خپریدو په حال کې ده او حکومت یې د مخنیوي له پاره د جوماتونو نه نیولې ان تر سترو ښارونو پورې تړلي دي. بل لوري ته د خوست ولایت ځايي چارواکي غواړي د منبر او نوې ټکنالوجۍ پرمټ د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه وکړي او په دې توګه د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس په خپریدو سره عمومي ویره ډیره شوې. په دغه راز شرایطو کې معمولاً روغتونونو او ډاکټرانو ته مراجعه کیږي خو په هرات ولایت کې بیا د تعویذ لیکونکو او ملایانو کاروبار ښه شوی دی.
سومار مل د پاکستان د سندهـ ايالت د تهرپارکر سيمي په يوه کلي کې د هندوانو هغه بتونه چې د هندو په مذهب کې مقدس ګڼل کيږي جوړوي. په اکثريت ميشته مسلمان هيواد پاکستان کي زيات وګړي بت پرستي يو نامناسب عمل بولي. خو ځيني بيا د سومار د بت توږلو هنر د اديانو په وړاندي د احترام او د کلتوري ودې د زياتېدو له پاره مهم بولي.
د سک مذهب اساسي لارښود ګورو بابا ګورو نانک د زیږیدو او مړینې دواړه ځایونه په پاکستان کې دي. هغه د پنجاب ایالات د ننکانه صاحب په ښار کې زیږیدلی وو او د خپل ژوندانه وروستي کلونه یې په کرتارپور کې تیر کړي ول.
بشر د طبیعي سرچینو په بې رحمۍ سره د استفادې له پاره چاپیریال او د ځمکې کُره خپل تر ټولو خطرناک حد ته رسولې ده. اسلام د چاپیریال ساتنې په برخه کې څه سپارښتنې لري؟ په دې هکله په ټولنیزو رسنیو کې #Mukalama تعقیب کړئ او خپل نظرونه له نورو سره شریک کړئ.
انسانانو د طبیعي زیرمو په لمنځه وړلو او د پلاستیکي توکو د ډیرو کارولو له کبله د کاربن دای اکساید تولید ډیر کړی چې له کبله د ځمکې کًره او چاپیریال خطرناک حد ته رسولی دی. د چاپیرال ساتنې په برخه کې د مذهب او دین نقش څه دی؟ د هشټګ #Mukalama تر عنوان لاندې په ټولنیزو رسنیو کې په بحثونو کې د ګډون له لارې خپل نظرونه شریک کړئ!
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ناراین پورا په نامه دغه سیمه په دې اکثریت مسلمان میشته هیواد کې د مذهبونو د تنوع یادونه تازه کوي. په دې سیمه کې تر۱۰ زرو ډیر هندو، سیکهه، مسلمان او عیسوي مذهبه خلک په ګډه آرام ژوند تیروي.
په ټوله نړۍ کې د عیسوي مذهب پیروان د حضرت عیسی د زوکړي جشن یا کریسمیس لمانځي. دویچه ویله د دې جشن لمانځونکو ته کتنه کړې او په دې انځورونو کې به ووینی چې د نړۍ په مختلفو برخو کې دغه جشن په څه ډول لمانځل کیږي.
ویل کیږي چي د یونان د ليسبوس جزیرې په موریا کمپ کي د داعش یوه ډله د کمپ اوسیدونکي سخت زهیروي او د مذهب تر نامه لاندي جنايي اعمال کوي. د دويچه ويله دوو خبریالانو د حقیقت موندلو پخاطر دغه کمپ ته سفر کړی دی.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د سکانو ټولنې په رمضان میاشت کې روژه لرونکو ته د روژه ماتي برابرولو مرکزونه جوړوي. په دې انځوریز رپوټ کې تاسې د هغه یوه مرکز څو انځورونه لیدلې شي چې د پښور د یوه روغتون ترڅنګ جوړ شوی.
د نړۍ په مختلفو دینونو کې په عقیدوي لحاظ د سر د پټولو له پاره له لونګۍ، خولۍ، څادر او کِپا په څیر له مختلفو شیانو څخه کار اخیستل کیږي. په دې انځوریز رپوټ کې به وګورئ چې د کوم دين پیروان څه په سر کوي.
د کابل د دیني علماو د شورا مشر مولوي عبدالبصیر حقاني، له دویچه ویله سره په مرکه کې ټینګار وکړ افغانان باید اجازه ور نه کړي چې ترهګرې ډلې هغوی په مذهبي او سمتي اختلافاتو اخته کړي. هغه په دې برخه کې د علماو مهم نقش ته اشاره وکړه.
په هند کې ځینې داسې مشهور کسان شته چې د بل مذهب سره تړاو درلودونکی یې د خپل ژوندانه ملگري گرځولی وي. پوهیږئ چې دغه کسان څوک دي؟ ځینې یې د انځورونو په لاندینۍ گالرۍ کې لیدلی شئ.
وودو په افريقا کي یو ډول مذهب دی چي په میلیونونو پيروان لري. په لویدیځ افریقایې هیواد بنين کې هر کال د جنورۍ میاشتې په لسمه یو جشن هم لمانځل کیږي. د دې جشن پر مهال عامه رخصتي وي. انځوريز راپور يې دلته وګورئ:
د رامنامي سماج په نوم د هندوانو مذهبي ډله چي په چهاتيسګهر ايالت کي اوسيږي، د ۱۰۰ کالو راهيسي خالونه وهي. دغه خال وهنه دنياوي او مذهبي دلايل لري.