موږ له Cookies څخه کار اخلو، تر څو خپل خدمات درته بهتره کړو. په دې اړه نور معلومات زموږ د معلوماتو د خونديتوب په برخه کي موندلای سئ.
اوس مهال په اروپا کې د ګيلاس ونو د غوټيو (چيري بلُسم) د غوړيدو موسم دی. د آلمان په ښارونو کې يو هم بن دی چې د ګيلاس ونې يې شهرت لري. انځورونه يې وګورئ.
نيويارک اوس هم د نړۍ شتمن ښار دی، خو په ۲۰۲۱م کال کې په پيکنګ ميلياردران ډېر شوي. په دې انځوريز راپور کې د نړۍ له شتمنو ښارونو سره اشنا شئ.
کله چې سړی د نوي ډیلي د زاړه ښار په تنګو کوڅو کې ګرځي نو د هندوستان د پلازمېنې تاریخ يې په فکر کې ورگرځي. د سړک د غاړې خواړه، له شوره ډک بازار او زړې معمارۍ يې د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه دغه ښار ته کړي مهاجرتونه انځوروي.
د آذربايجان ولسمشر الهام علي اوف، له خپلې ميرمنې مهربان علیوا او لور، ليلا سره له شوشا ښار څخه ولیدل. دغه ښار تازه د ارمنستان له اشغال څخه آزاد شوی.
د چين په هاربن ښار کې مجسمه جوړونکي له اونيو راهيسې د يخي له سترو ټوټو څخه د بېلا بيلو جوړښتونو په جوړولو بوخت دي. په جنورۍ مياشت کې د هاربن د يخ او واوري نړيوال فيستوال تر پيل پورې بايد هر څه چمتو وي.
ملاله میوند خاورو ته وسپارل شوه همکاران او د کورنۍ غړي یې څه وایي؟ ملاله میوند نن په جلال آباد ښار کې نامعلومو وسله والو ووژله.
د آلمان په بن ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګري غواړي چې ډیر ژر د خپل کار په ساحه کې افغانانو ته د لا ډیرو آسانتیاو سره د تذکرو د ویش لړۍ پیل کړي. دا چې شرایط یې څه دي، او کله دغه لړۍ پیلیږي، په بن کې د افغانستان جنرال قونسل حامد ننګیالي کبیري یې په هکله په دې مرکه کې جزئیات ورکوي. په مرکه کې نور مهم معلومات هم اوریدلی شئ.
د امريکا او نړۍ خلک د امريکا د انتخاباتو د نتایجو اعلان ته په انتظار کې ول. دغه انتظار د شنبې په ورځ (د نومبر ۶مه) پای ته ورسيده. د جو بايدن د بريا تر اعلان وروسته، د هغه او د دونالد ترمپ پلويان د ښار واټونو ته راووتل.
انځوريز رپوټ: ۲۶۵ کاله مخکې په همدې ورځ (د ۱۷۵۵ کال د نومبر لومړۍ)، د پرتګال پلازمینه لیزبون ښار يوې درنې زلزلې وران کړ او په زرونو کسان په کې مړه شول. په دغه ښار کې اوس هم د هغه وخت د ورانيو نښې شته. انځورونه وګورئ.
په غزني ولایت کې یو شمیر سیمه ایز سندرغاړي ادعا کوي چې د خوښیو په مراسمو کې د طالبانو له لوري د موسیقۍ او سندرو تر منع کیدو وروسته دوی له ګڼ شمیر ستونزو سره مخامخ شوي دي. په دې ښار کې یو شمیر سندرغاړو یا خپل هنر ترک کړی او یا د نورو کارونو په لټه کې دي. نور جزئیات په دې ویډیويي رپوټ کې د یو شمیر سندرغاړو له خولې اوریدلی شي.
په هلمند کي ځايي خبريال وايي چي جگړه د لښکرگاه ښار په دوه کيلومترۍ کي روانه ده، په سونو کورنۍ بې ځايه سوي او ځايي خلکو د برېښنا يو ستېشن چور کړی دی.
برلين يو وخت د سړې جګړې مرکز او پر دوو برخو د يو ويشل شوی ښار سمبول وو. د شرقي او غربي آلمان تر وحدت درې لسيزې وروسته دغه ښار په بشپړه توګه بدل شوی دی. د برلين ښار د وحدت مخکې او وروسته مقايسوي انځورونه يې وګورئ.
برلين د عصري ناحيو او د لوړو او تاريخي ودانيو له پاره شهرت لري. خو په دغه ښار کې داسې ځايونه هم شته چې د دغو ذکر شويو ځانگړنو سره سمون نه لري او آن خپله د برلين د اوسيدونکو د حیرانتيا وړ هم گرځيدلی شي.
بيت المقدس/يروشلم د لرغونپوهانو له پاره ځکه په زړه پوري يو ښار دی، ولي چي له داسي لرغونو خزانو ډک دی چي د موندل کېدو په انتظار دي. خو د هغوی لټون آسانه نه دی. نور جزيات په دغه انځورير راپور کي:
د غزني تاريخي «قلعه غزنين» او د دغه ښار بالاحصار د ورستيدو او نه ترميم په دليل د لمنځه تلو په حال کې قرار لري. د افغانستان حکومت تصميم نيولی چې د دغو تاريخي ځایونو بيارغونه وکړي.
خان عبدالغفار خان یا باچا خان چې د عدم تشدد د فلسفې سرلاری ګڼل کېږي، د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د واک پرمهال په جلال آباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو. د باچا خان د مقبرې چارې د جګړو او نا امنیو له کبله څو ځله ځنډول شوې وې، خو دا دي اوس دغه مقبره د بشپړیدو په حال کې ده او ډیر ژر به رسماً پرانیستل شي.
په آسیا کې د لوی اختر له پاره د قربانۍ د څارویو تر ټولو ستر منډیي د کراچۍ سوپر های وی ترڅنګ جوړیږي. په دې انځوریز رپوټ کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د څارویو په منډیي کې د ځنو ښایسته او قیمتي څارویو بیې لیدلی شئ:
مرکه: آیا د بدخشان د کران و منجان ولسوالۍ د منجان سيمه په واقعيت د طالبانو لاس ته لويدلې ده؟ په دې اړه مو د بدخشان په مرکز، فیض آباد ښار کې له خبريال او مدني فعال، عبدالبصير حقجو سره مرکه کړئ. معلومات په مرکه کې واورئ!
له ایران څخه یوه راستانه شوي ځوان ځواک قادري د بې وزله او یتیمو ماشومانو د زدکړې له پاره پر یوه نوي ابتکار لاس پورې کړی دی. نوموړی د دغو ماشوماتو د ښوونې او روزنې ترڅنګ هغوی ته یوه اندازه نقدې پيسې هم ورکوي. نور جزئیات په غږیز رپوټ کې اوریدلی شئ:
وروسته له دې چې یوې محکمې د ترکیې په اسنانبول ښار کې پر جومات د آیا صوفیه د بدلولو پریکړه وکړه، د لومړي ځل له پاره هلته لمونځ ادا شو. دا پریکړه په نړیواله کچه له انتقادونو سره مخامخ شوې هم ده.