موږ له Cookies څخه کار اخلو، تر څو خپل خدمات درته بهتره کړو. په دې اړه نور معلومات زموږ د معلوماتو د خونديتوب په برخه کي موندلای سئ.
په هندوستان کې درې طلاقه د قانون خلاف کار بلل شوی دی. په هر دين کې ځینې داسې دودونه موجود دي چې د دين دباندي يا دننه خلکو تر منځ د مختلفو شخړو سبب ګرځي او پر ضد يې غږونه پورته کيږي. بعضي داسي دودونه دلته وپېژنئ:
په ټوله نړۍ کې عیسویان د کریسمس پر مهال د حضرت عیسی ع د زیږدو ورځ په ځانګړو مراسمو سره لمانځي. په دې انځوریز رپوټ کې یو شمیر داسې تاریخي پيښو ته اشاره شوې ده چې په همدې نیټې پورې منسوبې دي.
هند لرغونی فرهنګ او تمدن لري. د هند ډير وګړي د هندو دين پيروان دي. د طالع کتنه، باليوود او کریکټ لوبه په هند کي خاص مقام لري. د دغه ستر هيواد د وګړو ټولنيز دودونه او عقايد په دې انځوريز رپوټ کي:
هندوستان یو له هغو هیودونو څخه دی چې د مختلفو مذهبونو، دودونو او بیلا بیلو ټولنیزو اړیکو درلودلو له کبله ورته د نړۍ پر نورو هیوادونو برتري ورکول کیږي. په دې انځور رپوټ کې د دغه هیواد یو شمیر دودونو ته اشاره شوې ده.
ايا مسلماناني دا انتخاب لري چي پخپله پرېکړه وکړي چي حجاب اغوندي که نه؟ په داسي حال کي چي د حجاب اغوستونکو ښځو شمېر مخ پر زیاتېدو دی، په اندونيزيا کي يو شمېر مېرمني سته چي پخوا يې حجاب کاوه خو اوس يې نه اغوندي. له دوی څخه يوه په دغه ويډيو کي وپېژنئ:
د بودایي مذهب بنسټ ایښوونکی بودا د دې طریقې د پيروانانو په نزد د امن پيغمبر دی. خو دوه ګاونډي هیوادونه هند او نیپال هر یو یي ټینګار کوي چې بودا د دوی په هیواد پورې تعلق لري او دوی یي د وراثت اصلي مستحقین دي.
د کوريا يوې نامتو بلاګرې په يوه ويډيو کي اعلان وکړ چي مسلمانه سوې ده. دا چي هغې ولې اسلام خپل دين وټاکه، په هکله يې جزيات په دغه لنډه ويډيو کي کتلای سئ:
په اوسني وخت کې چې نړۍ د کرونا له وبا سره مخامخ ده، د تیږو څټل او یا په تیږو سره د ژبې ټکول ښايي یو ډیر خطرناک باور ثابت شي او په کرونا وبا د اخته کیدو چانس ډیرولی شي. خو بیا هم له لسیزو راهیسې خلک خپل ماشومان د اخوند درویزه بابا په نامه دغه زیارت ته راولي څو ذهن او ژبه یې قوي شي او له نتیجې یې هم راضي دي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس په خپریدو سره عمومي ویره ډیره شوې. په دغه راز شرایطو کې معمولاً روغتونونو او ډاکټرانو ته مراجعه کیږي خو په هرات ولایت کې بیا د تعویذ لیکونکو او ملایانو کاروبار ښه شوی دی.
انسانانو د طبیعي زیرمو په لمنځه وړلو او د پلاستیکي توکو د ډیرو کارولو له کبله د کاربن دای اکساید تولید ډیر کړی چې له کبله د ځمکې کًره او چاپیریال خطرناک حد ته رسولی دی. د چاپیرال ساتنې په برخه کې د مذهب او دین نقش څه دی؟ د هشټګ #Mukalama تر عنوان لاندې په ټولنیزو رسنیو کې په بحثونو کې د ګډون له لارې خپل نظرونه شریک کړئ!
په اسلام دين کې حکم شوی چې ښځې بايد حجاب رعايت کړي. د حجاب په اړه متفاوت تفسيرونه شتون لري. په دغه انځوريز رپوت کې هغه تر ټولو معمول لباسونه انتخاب شوي، چې مسلمانې ښځې يې اغوندې.
څو ورځي وروسته د روژې مياشت ده او مسلمانان روژه نيسي. په نورو اديانو کي هم په مختلفو ډولو روژه سته. ځيني يې دلته وپېژنئ:
د تاريخي عکسونو، د موډ د طرحو، ويډيوګانو او نقاشيو په لرلو سره د ويانا په نړيوال موزیم کې يو نندارتون جوړ شوی دی چې د تاريخ، دين او جغرافيې په تړاو د پوړني ارزښت او تاريخچه څېړي.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د سکانو ټولنې په رمضان میاشت کې روژه لرونکو ته د روژه ماتي برابرولو مرکزونه جوړوي. په دې انځوریز رپوټ کې تاسې د هغه یوه مرکز څو انځورونه لیدلې شي چې د پښور د یوه روغتون ترڅنګ جوړ شوی.
په کابل او کندهار کې د دوشنبې ورځې تر بریدونو وروسته، دیني عالمانو هغه وغندل او ټینګار یې وکړ چې د طالبانو، داعش او نورو افراطي ډلو جګړه شرعي جواز نه لري.
د نړۍ په مختلفو دینونو کې په عقیدوي لحاظ د سر د پټولو له پاره له لونګۍ، خولۍ، څادر او کِپا په څیر له مختلفو شیانو څخه کار اخیستل کیږي. په دې انځوریز رپوټ کې به وګورئ چې د کوم دين پیروان څه په سر کوي.
په کونړ کې د افغان امنیتي ځواکونو او داعش جنګیالیو تر منځ سخته جګړه شوې. د کونړ د ولایتي شورا غړی دین محمد پیلوټ ساپي، وایي چې په دغه ولايت کې ډیرو پخوانيو طالبانو د داعش بیرغونه پورته کړي او د داعش د بهرنیو جنګیالیو شمیر ډیر ټیټ دی.
د آلمان د بهرنيو استخباراتو يا بي ان دي مشر، لږ وخت مخکې خبرداری ورکړی وو چې هر څومره چې په داعش باندې په سوريه او عراق کې فشار زياتيږي او جنګيالي يې شړل کيږي، په هماغه اندازه د بريدونو خطر په اروپا کې زياتيږي.
ښځې او نارینه یو د بل ترڅنګ لمونځ کوي. یوه ښځه امامه ده چې هغه هم بې له زړوکي څخه امامت کوي. دا په اسلامي نړۍ کې د ډیرو له پاره د تصور وړ نه دی خو په برلين کې دغه لیبرال جومات له هیجانه ډک وضعیت رامنځته کیدو سبب شوی.
په نړۍ کي د تقريبا ۷ ميلياردو انسانانو له هرو۱۰ څخه ۸ يې خامخا پر يوه يا بل دين عقيده لري. د اېدهېرنتس ټکی کام او پيو ريسرچ په حواله په نړۍ کي د اديانو د پيرويانو شمېر په دغه انځوريز راپور کي لوستلای سئ: