موږ له Cookies څخه کار اخلو، تر څو خپل خدمات درته بهتره کړو. په دې اړه نور معلومات زموږ د معلوماتو د خونديتوب په برخه کي موندلای سئ.
ډېر خلک د خولې له بد بوی څخه رنځ گالي. د خولې بد بوی په غاښو کي د خوړو د پاته سوو، د خولې التهاب او يا د معدې يا کولمو له ناروغيو څخه پيښيږي. په ډېرو ساده لارو سړی کولای سي د خولې بد بوی ورک کړي.
د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د کرونا ویروس څخه د انسانانو د محافظت له پاره د درملنې په برخه کې له روبوټونو څخه کار اخيستل کیږي. خو په افغانستان کې یوه رستورانت یو روبوټ په کار ګمارلی څو د انساني تماس کچه راټیټه کړي او تر یوه حده د کرونا ویروس په مخنیوي کې هڅه وکړي.
سندره نوري یوازې د نارينه له پاره مخصوص ګڼل کیدونکي سپورت (د بدن ښکلاء) په برخه کې له غښتلي عزم او ارادې سره خپله خوله تویوي. نوموړۍ دا کار له شوقه نه کوي، بلکې دا یې خپل مسلک ګرځولې له له دې لارې نفقه پيدا کوي.
د نیکون کمرې جوړولو شرکت له ۱۹۷۵م کال راهيسي په مکروسکوپ اخيستل سوي عجايب انځورونه انتخابوي. په دغه انځوریز البوم کي د ۲۰۲۰م کال لس انتخاب سوي تصویرونه درپیژنو.
سږ کال د روژې میاشت د کرونا له وبا سره یوځای وه او په زیاتره سیمو کې د کرونا له کبله ښارونه، بازارونه، دولتي او تعلیمي مراکز تړلي وو. په دې ګالرۍ کې به ووینئ چې افغانانو په روژه کې پر انترنت کوم موارد ډیر پلټلي دي.
ګاڼې يوازې په بشپړ ډول د سینګار توکې نه دي، بلکې له پيل څخه تر نن ورخې پورې ترينه کار اخيستل سمبوليک هم وي. دلته يې تاسې ته په عکسونو کي ځينې بيلګې وړاندې کوو.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ورځ پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د جنایتونو پر وړاندې دې چپه خوله نه پاته کیږي. نوموړی په خپلو خبرو کې وویل چې د تروریستانو ځالې او روزنځایونه د ډیورنډ کرښې پورې غاړه کې دي.
په نړيواله کچه د ځان سره مينه او له کبله يې د سېلفي انځورونو زيات اخيستل د انسانانو ژوند ته یو ګواښ ګرځېدلی دی. د يوې څېړنې د پايلو له مخي په تېره لسيزه کي سېلفي د نهنګانو د بريدونو په پرتله د زياتو مرګونو لامل سوې ده.
روزي خان په پاکستان کې په يوه رستورانت کې کار کوي. دی ځکه د خلکو پر خوله دی چې د «ګیم آف ترونز» د مشهور سریال لوبغاړي پيتر دینکلیج سره شباهت لري. د هغه ورته والی په نړیوالو رسنیو کې هم مطرح شوی.
د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا، کې یوه کتابتون د سیمې ماشومان خپل لور ته راجلب کړي دي. دغه ځای یو وخت د جنایي باندونو د فعالیت له کبله د هر چا په خوله وو. دغه سرخلاصی ځای د ماشومانو له پاره د کتابتون او تفریح یو ګډ ترکیب دی.
په ټوله نړۍ کې په هره دقيقه کي يو ميليون بوتلونه پلورل کيږي چې يوازي يو پر دوهمه څخه بيا کار اخیستل کيږي.
د انټرنېشن په نوم انټرنټي پلت فارم په بهر کي د ژوند کوونکو کسانو يوه نظر پوښتنه کړې ده. د دغې نظر پوښتنې له مخي، که يو څوک له خپل هيواد څخه دباندي ژوند او کار کول غواړي نو دغه لس هيوادونه ورته تر ټولو غوره دي:
د افغانتسان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایې، امنیتي چارواکو د خپلې ژمنې له مخې نن سهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دروازې د کارکونکو پروړاندې پرانېستې. خو اعتراض کونکي نوماندان وایې چې د خیمو لری کولو پر مهال یې له پلویانو سره له زورزیاتي کار اخیستل شوی دی.
افغان ورزشکاران د آسیایې المپیک په سیالیو کې د ګډون له پاره اندونیزیا ته رسیدلي دي. د افغان ورزشکارانو په دغه ۱۲۰ کسیزه ډله کې د مختلفو ورزشي رشتو لوبغاړي شامل دي. په دې اړه نور جزویات له دویچه ویله سره د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د مطبوعاتو مسؤل منور شاه شهزاد په مرکه کې اوریدلی شئ:
د ځمکې د تودوښي د محدودولو هدف ته د رسيدو له پاره د بيا نوې کيدونکې انرژۍ سرچينې د فوسيلي انرژۍ ځای بايد ونيسي. لمر د انرژۍ بالقوه ستره سرچينه ده او په ټوله نړۍ کې اوس د سولار انرژۍ څخه ګټه اخيستل کيږي.
لومړی ښه خبر: د کارګرو ماشومانو شمیر راکم شوی. او خراب خبر دا دی چې په ځینو سیمو کې د کارګرو ماشومانو شمیر زیات شوی دی. سږ کال د ماشومانو د کار ضد نړیوالې ورځې په مناسبت یوه مختلطه ارزونه.
د نړۍ په مختلفو دینونو کې په عقیدوي لحاظ د سر د پټولو له پاره له لونګۍ، خولۍ، څادر او کِپا په څیر له مختلفو شیانو څخه کار اخیستل کیږي. په دې انځوریز رپوټ کې به وګورئ چې د کوم دين پیروان څه په سر کوي.
مچو اخیستل تر ډیره پورې په انسانانو پورې تړلې پدیده ښکاري خو د حیواناتو په نړۍ کې هم ځینې کارونه انسانانو ته ورته والی لري. په دې انځوریز البوم کې یو څو بیلګو ته کتنه شوې.
د ملگرو ملتونو له خوا په اخيستل سوو ويډیوگانو کي ليدل کيږي چي روهينگيا اقليت څرنگه له ميانماره بنگله دېش ته په ډله ايز ډول تښتي. په اړه ئې ويډيو.
فرانسه میشته افغان کډوال خیبر درانۍ، وایي چې په فرانسه کې یې ژوند تر قبلیدو وروسته ډیر ښه شوی. هغه زیاتوي چې تر ډیرو ستونزو وروسته فرانسې ته ورسید، او که څه هم په څو هیوادونو کې یې د ګوتو نښانونه اخیستل شوي وو، په دې هیواد کې ومنل شو. دراني د فرانسې له شرایطو ډیر راضي ښکاري، خو نور افغان بیا د دې هیواد له شرایطو سر ټکوي.