موږ له Cookies څخه کار اخلو، تر څو خپل خدمات درته بهتره کړو. په دې اړه نور معلومات زموږ د معلوماتو د خونديتوب په برخه کي موندلای سئ.
ولې آلمان په نړۍ کې د لیکنې تولیداتو د صنعت په برخه کی مخکې دې؟ دري تاريخې پيښې او د آلمانانو خصوصيات په دي هېواد کي د ليکنې توليداتو د ودې سبب شوې. جزيات یې په دې انڅوريز رپوټ کې لوستلی شئ:
په هرات ولایت کې د حج او اوقافو ریاست په چوکاټ کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ډلې جوړیدو په هیواد او بیا تر ډیره پورې د افغان میرمنو غبرګونونه را پارولي دي او د دغه ریاست پر دغه اقدام یې نیوکه کړې ده. اوس په هرات کې د امر بالمعروف ډله یوه ښځینه غړې هم لري او دوی په خپلو لارښوونو کې مذهبي سخت دریځي ردوي. نور حال په دې ویډیويي رپوټ کې کتلی شئ.
په هندوستان کې درې طلاقه د قانون خلاف کار بلل شوی دی. په هر دين کې ځینې داسې دودونه موجود دي چې د دين دباندي يا دننه خلکو تر منځ د مختلفو شخړو سبب ګرځي او پر ضد يې غږونه پورته کيږي. بعضي داسي دودونه دلته وپېژنئ:
په غزې پورې تعلق لرونکی یوسف ابو عمیرا سره له دې چې لاسونه او پښې نه لري یو لامبوزن او کراته باز دی. ۲۴ کلن یوسف د خپل یوټیوب کانال له طریقه نورو ته د یوه خوشحاله او سرلوړی ژوند الهام وربخښي.
د ځينو په اند مچې يا سره ښکلول د انسانانو خاصه ده. خو د ژويو په نړۍ کې هم ځينې اعمال مچې اخيستلو يا ښکلولو ته ډېر ورته برېښي. ځينې بېلګې يې په دغه ګالري کې ليدلی شئ.
بایدن د یوه ځوان حقوق پوه په توګه لا د امریکا سنا ته انتخاب سو. د هغه راهیسي بایدن د متوسطي طبقې د یوه شخص په توګه شهرت درلود. اوس هغه په ۷۸ کلنۍ کي جمهوررریس سو. د هغه سیاسی فعالیتونو ته یوه کتنه، په انځورونو کي:
په هرات ولایت کې د ښځو ترڅنګ یو شمیر نارينه هم د مخ او څیرې د ښایست په خاطر هغو کلینیکونو ته مراجعه کوي چې دا ډول جراحي په کې ترسره کیږي.
د کرونا وبا له کبله د امريکا د نوي ولسمشر د تحلیف په مراسمو کې به د ګډونوالو شمیر لږ وي. خو په عين وخت کې به يو شمير نامتو سندرغاړي او فلمي ستوري په يوه ځانګړې ټلويزيوني خپرونه کې راڅرګند شي چې دلته ښودل شوي دي.
په آلمان کې مخ پر زیاتیدونکي ډول اسلاموفوبیا په پارلمان کې تر بحث لاندي دی. توکمیز تعصب او امتیازي چلند په آلمان کې د میشتو مسلمانانو له پاره پر یوه سرخوږی د بدلیدو په حال کې دی. د آلمان په مرکزي پارلمان کې د اسلاموفوبیا یا اسلام ضد احساساتو د مخنيوي هڅې پيل شوي دي.
د آذربايجان ولسمشر الهام علي اوف، له خپلې ميرمنې مهربان علیوا او لور، ليلا سره له شوشا ښار څخه ولیدل. دغه ښار تازه د ارمنستان له اشغال څخه آزاد شوی.
آیا تاسو پوهيږئ چې په حاضر وخت کې د نړۍ لس تر ټولو شتمن کسان څوک دي او دوی څومره پیسې لري؟ د فوربز مجلې په دې برخه کې لس کسان معرفی کړي. دلته د هغوی انځورونه، د پيسو مقدار او په اړه يې نور معلومات لوستلی شئ.
تاسې به په ټولنیزو رسنیو کې د «ایوان پولکا» له سندرې سره ګډیدونکې پيشو لیدلې وي. ترکي نابینا موسیقي غږونکی بلال ګوریګان د ۲۰۲۰م کال د تر ټولو مشهور میم له امله په ډیره لنډه موده کې د شهرت د نړۍ بام ته ورسید.
د بین الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو له پیلدو سره افغان ځوانان د خپلو آزادیو او لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار کوي. آیا د سولې په مذاکراتو کې به د افغانستان د دغه نیږدې ۷۰ سلنه ځوان قشر غوښتنې مطرح شي؟
معمولا د ښځو اوږده ويښتان خوښيږي او دا د ښايست يوه برخه بولي. په اکثرو ټولنو کې د ښځو اوږدو ويښتانو ته د «ښځينه توب» د یوه عنصر په سترګه کتل کيږي. خو ځينې ښځې بیا خپل ويښتان لنډوي هم. انځورونه وګورئ او معلومات ولولئ!
په داسې حال کې چې د سولې دوهم پړاو مذاکرات پیل شوي دي، هلمندي ځوانان وايي چې د سولې په روانو مذاکراتو کې باید اسلامي ارزښتونو ته پام وشي او دا چې جګړه باید ژر تر ژره ختمه شي. دوی پر طالبانو هم غږ کوي چې په حکومت کې ورګډ شي او د سولې دغه فرصت له لاسه ور نه کړي.
د کرونا پانديمي تر څنګ د نورو وجوهاتو له کبله ۲۰۲۰م کال د نړۍ له پاره يو ستونزمن کال ؤ. خو ۲۰۲۱م کال به څنګه وي؟ د يوريشيا ډلې په وينا په روان کال کي به نړۍ له دغو لسو سترو ننګونو سره مخ وي:
د کرونا ويروس او اقتصادي بحران پر ويري سربيره د آلمان موټر جوړونکو د خپلو پرمخ تللو موټرو توليد ته مخه کړې. د آلمان هغه الکترونيکې موټر، چې سږکال بازارته وړاندې کيږې، په دغه انځورونو کي کتلی شئ:
واورو او ورښتونو د یونان په لیسبوس ټاپو کې د کاراتېپه کمپ د مهاجرو ستونزې دوه برابره زیاتې کړي دي. دا ویډیو د دویچه ویله د همکارۍ رسنۍ مهاجر نیوز یوه همکار برابره کړې ده:
د امريکا د متحده ايالاتو د استخباراتي ادارې سي آی اې په «ورلډ فېکټ بُک» کي د ۲۱۹ برېښنا توليد کوونکو ليسټ راغلی دی. کوم هيوادونه تر ټولو زياته برېښنا توليدوي؟ افغانستان پر کوم مقام دی؟ دلته يې وپېژنئ:
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب عمومي قومندان ددغه هیواد د سمندري ځواک د قومندان په ملګرتیا د فارس خلیج په سواحلو کي د ایران د توغنديو نوي اډې ته ورغلي. هغوی دغه تأسیسات او توغندي ستراتیژیکي وسلې وبللې.