1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملاهبت الله: طالب چارواکي دې د څلورو ودونو کولو ډډه وکړي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۳۱, شنبه

د طالبانو رهبر، ملا هبت الله آخوندزاده په يوه تازه فرمان کې طالب چارواکو ته امر کړی چې د دوهم، دریم او څلورم ځل واده کولو څخه ډډه وکړي. د طالبانو د پوهنې وزارت په کابل کې يوه لویه جهادي مدرسه جوړوي.

https://p.dw.com/p/4BfiP
Symbolbild Polygamie
انځور: picture-alliance/maxppp/M. Menou

د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزرات د دغې ډلې د رهبر، ملا هبت الله آخوندزاده، تازه فرمان خپور کړی دی.

د طالبانو رهبر په دغه فرمان کې د دغې ډلې ټولو مسئولینو ته امر کړی چې د غیر ضرروي او په لوړو مصارفو د دوهم، دریم او څلور ځل ودونو څخه ډډه وکړي.

 په دغه فرمان کې د امر با المعروف او نهي عن المنکر وزارت ته په جدي توګه دنده سپارل شوې ده چې کوم کسان له دغه امر څخه سرغړونه کوي، وپيژني او د طالبانو رهبرۍ ته خبر ورکړي.

 د تیرکال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې رپوټونه لاس په لاس کېدل چې د طالبانو یو شمیر مشرانو سربیره پر دې چې ودونه ېې هم لرل، د دولتي څوکیو تر اشغالولو وروسته ېې بیا ودونه کړي دي. دغو رپوټونو غبرګونونه راوپارول خو طالبانو ېې په اړه په رسمي توګه څه ويلي نه وو.

له بل لوري د طالبانو د پوهنې وزارت په کابل کې د ېوې لوېې جهادي مدرسې د جوړولو خبر ورکړی دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې دغه وزارت د طالبانو د رهبر په امر، د څو ولایتونو  ترڅنګ، په کابل کې هم یوه لویه جهادي مدرسه افتتاح کوي او په هغې کې به د طالبانو روزنیز نصاب د دوی د مشرانو له خوا تدریس کيږي.

د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو، په دغې مدرسه کې د طالبانو د روزنیز نصاب او د تدريس د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلي.

پر ښځينه ویندويانو د مخ پټولو ټنیګار

Hamid Karzai Präsident Afghanistan Kabul Rede Internationaler Frauentag
کرزي ويلي دي چې ښځېنه ویندویانې نه باید د طالبانو د امر پيروي وکړيانځور: REUTERS

په داسې حال کې چې طالبانو دوه ورځې مخکې امر وکړ چې په افغانستان کې دې د رسنیو ویندويانې دې په تصویر کې په ماسک سره پټو مخونو سره راڅرګندې شي، خو د یو شمیر رسنیو ویندویانو تر اوسه د طالبانو د امر با المعروف او نهي عن المنکر وزارت پر دغه امر عمل نه دی کړی.

دغه وزارت د یو شمیر رسنیو هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې دغه فرمان باطل شوی او ټينګار ېې کړی چې د ټولو تصویري رسنيو ویندويانې دې سر له نن شنبې ورځې (د ۲۰۲۲م کال د می ۲۱مه) کله چې په انځور کې راڅرګنديږي باید مخونه ېې په ماسک پټ وي.

 په رسنیو کې د ښځو د مخونو پټولو په اړه د طالبانو فرمان د هیواد دننه او په نړیواله سطحه غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي، تازه د (سي ان ان) شبکې سره په خبرو کې ويلي دي چې ښځېنه ویندویانې نه باید د طالبانو د امر پيروي وکړي. هغه ټينګار کړی چې ښځې په افغانستان کې حجاب رعایت کوي، خو د ښځو د مخ پټول حجاب نه بلکې د نورو هیوادونو دود دی. هغه زیاته کړې چې افغانستان یو اسلامي هیواد دی او د حجاب د څرنګوالي مسئله هم روښانه ده.

طالبانو پر حامد کرزي باندې هم محدودیتونه وضع کړي دي. هغه اجازه نه لري له هیواده بهر سفر وکړي. څو ورځې مخکې کرزي ته نژدې سرچينو دویچه ویله ته وويل چې کرزي غوښتل د متحده عربي اماراتو د حاکم د فاتحې په مراسمو کې د ګدون له پاره اماراتو ته ولاړ شي خو طالبانو ېې د سفر مخه ونیوله.