مصری پوځ: واک به له پلان سوي وخت څخه مخکي انتقال نه کړو | دويچه ويله پښتو | DW | 11.02.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

مصری پوځ: واک به له پلان سوي وخت څخه مخکي انتقال نه کړو

د مصر واکمنې پوځي شورا يو ځل بيا د احتجاج کوونکو هغه غوښتنې رد کړي دي چي واک دې ملکي حکومت ته وسپاري. دا پداسي حال کي ده چي د پخواني ولسمشر حسني مبارک د راپرځېدلو يو کال پوره کېدونکی دی.

د مصر د پوځي جنرالانو په يوه ليک کي راغلي دي چي هيڅکله به د اخطارونو او فشارونو له کبله په پلان کي بدلون را نه ولي. دغه ليک د جمعې په ورځ د مصر په ملي تلويزيون کي ولوستل سو. په ليک کي د داسي يوه گډوډي څخه خبرداری ورکول سوی دی چي د ليک ليکونکو جنرالانو په وينا پلان سوې دسيسه ده.

احتجاج کوونکو د حسني مبارک د را پرځولو د يو کال پوره کېدو په ترڅ کي د شنبې په ورځ د عمومي احتساب اعلان کړی دی. دوی د مصر د واکمني پوځي شورا څخه غوښتي چي واک ملکي ادارې ته وسپاري.

اړوند مطالب