1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

مشعل: د کرکټ د بریا لپاره به هر اړخیز سیستم جوړ کړم

۱۳۹۵ آذر ۲۷, شنبه

شکرالله عاطف مشعل وروسته له هغې د کرکټ بورډ مشر ټاکل شوی، چې پرپخواني مشر نسیم الله دانش باندې پراخې نېوکې وې چې له لوبغاړو سره دوه ګونی چلند کوي.

https://p.dw.com/p/2USHZ
Cricket Afghanistan - British West Indies
انځور: Getty Images/AFP/P. Paranjpe

کرکټ، چې په تېرو پنځلسو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، خو په دې وروستیو کې یې د بورډ مشرتابه په سر ناندرۍ رامنځته شوې وې.

د کرکټ ملي لوبغاړي شاه پور ځدران خو په زغرده په رسنیو کې د کرکټ بورډ پخوانی مشر نسیم الله دانش تورناوه چې لوبډلې ته یې دده د ورتګ مخه نېوله.

د ښاغلي ځدران ترڅنګ د کرکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړي شفیق الله شفق هم د کرکټ بورډ چارواکي پردوه ګوني چلند تورنول.

د کرکټ ملي لوبډلې ددغو لوبغاړو خوابدي په ټولیزو رسنیو کې پراخ غبرګون درلود، چې له امله یې ویل کیږي، افغان حکومت هم د کرکټ بورډ مشرتابه بدلون ته اړ شو.

له دغو ناندریو وروسته د ولسمشر د رسمي فرمان له مخي نن شنبي (د 2016 میلادي کال د دسمبر 17مه) په کابل کې د یوه غونډې په ترڅ شکرالله عاطف مشعل د افغانستان کرکټ بورډ له پاره د نوي مشر په توګه معرفي شو.

ښاغلي مشعل په غونډه کې ژمنه وکړه، چې د کرکټ سیسټم په هراړخیزه توګه جوړوي.

« په پوره صراحت وایم چې چې یوه ډېره مستقله د غوراوي کمېته به جوړوم د لوبغاړو د انتخاب روښانه کړنلاره برابروم مالي شفافیت ته به خاصه پاملرنه کوم.»

دغه راز نوموړي زیاته کړه ، د کرکټ په اړه پریکړو کی به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلی پخوانیو لوبغاړو ، په کرکټ پوه کسانو او دغه راز د هیواد له ورزشي خبریالانو سره سلامشوري کوي.

د کرکټ بورډ دغړو په استازیتوب د مالیی وزیر اکلیل حکیمي د ښاغلي مشعل د پیژندلو په غونډه کی وویل، عاطف مشعل د یوي رڼې پروسې په ترڅ کې دغې څوکۍ ته له دوو نورو نوماندانو غوره شوی دی. هغه وويل: «له نوي رییس څخه  مو هیله داده چې د کرکټ بورډ لپاره لږ تر لږه درې کلنه کړنلاره جوړه کړي.»

خو د کرکـټ بورډ نوی مشر به له کومو ننګونو سره مخ وي؟

د کرکټ چارو کتونکي پردې باور دي چې د کرکټ بورډ نوي مشر لپاره به ترټولو ستره ننګونه دا وي چې څه ډول د کرکټ برخه کې د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې وساتي؟

د کرکټ مشهور افغان کمینټر ابراهیم مومند دوچه ویله آلمان غږ راډیو ته وویل، چې ښاغلی مشعل باید له کرکټ ملي لوبډلې خفه لوبغاړي بیرته دلاسه کړي. هغه زياته کړه: «نوی مشر باید د کرکټ له ټولو لوبغاړو سره د قانون له مخې چلند وکړي، نو خفه لوبغاړي بیرته لوډلې ته راستانه شي.»

د کرکټ بورډ لپاره داسې مهال نوی مشر ټاکل کیږي، چې په دغه اداره کې د سیاسي لاسوهنو په اړه هم اندېښنې پرځای دي.

شکرالله عاطف مشعل د خپلي معرفی پرمهال له ولسمشر او اړوند چارواکو څخه وغوښتل چې په کرکټ بورډ کې دې ټولو سیاسي لاسوهنو ته د پای ټکی کېښودل شي.

محمد اسمعيل شاکر (کابل)

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (12.07.2016):