له شي سره د پوتین لیدنه: زموږ اړیکې «بې سارې» کچې ته رسیدلي
۱۴۰۵ اردیبهشت ۳۰, چهارشنبه
د چین ولسمشر شي جین پینگ، د چهارشنبې په ورځ په پیکنگ کې له ترمپ څخه له کوربه توب څو ورځې وروسته، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین هرکلی وکړ.
پوتین د سې شنبې په ورځ له غرمې وروسته له خپل چینايي سیال شي جین پینگ، سره د لیدنې کتنې له پاره پیکنگ ته ورسید.
روسي چارواکو له دغې لیدنې کتنې مخکې وویل چې تمه کیږي ددغه سفر په ترڅ کې شاوخوا ۴۰ دوې اړخیزې هوکړې لاسلیک سي.
اړونده موضوع: له ټرمپ وروسته پوتین چین ته روان دی
پوتین: روسیه چین ته د انرژۍ د صادارتو ادامې ته تیاره ده
د روسیې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې روسیه تیاره ده چې د چین د انرژۍ تأمینولو ته ادامه وکړي. هغه څرگنده کړه چې د هغه او د چین د ولسمشر شي جین پینگ، ترمنځ خبرې اترې دوستانه او رغنده وې او زیاته کړې یې ده چې اړیکې یوې » بې سارې کچې« ته رسیدلې دي.
شي: په منځني ختیځ کې نورې دښمنۍ "ښه" نه دي
د چین دولتي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د چین ولسمشر، شي جین پینگ خپل روسي سیال ته ویلي دي چې په منځني ختیځ کې نورې دښمنۍ "ښه" نه دي.
د شینهوا خبري آژانس د رپوټ له مخې، شي جین پینگ، پوتین ته وویلي دي: «یو جامع اوربند په بشپړه توګه ضروري دی، د جګړو بیا پیل کول په هیڅ ډول عاقلانه نه دي، او د خبرو اترو دوام ډیر زیات مهم دی.»
په منځني ختیځ کې دښمنیو ته د پای ته رسولو له پاره د شي غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې روسیه، پر اوکراین باندې خپلو بریدونو ته ادامه ورکوي، داسې یوه موضوع چې د یوه رهبر په لومړنیو څرگندونو کې نه ده یاده سوې.
پوتین شي جین پینگ ته په راتلونکي کال کې روسیې ته د سفر بلنه ورکړه
ولادیمیر پوتین، چې د خلق په ستر تالار کې يې هرکلي وسو، یو واربیا ټینگار وکړ چې د چین او روسیې اړیکې »قوي او ټینگې« دي.
پوتین د چین او روسیې ترمنځ د همکاریو له «قوي» بهیر څخه په ستاینې سره وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ »نه بدلیدونکي اړیکې« خپلې بې سارې کچې ته رسیدلي دي.