له جرمني څخه نور افغانان هم اخراج سول | اروپا ته مهاجرت | DW | 08.01.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

له جرمني څخه نور افغانان هم اخراج سول

له جرمني څخه د افغان مهاجرو د اخراج په لړ کي يوه بله ډله رد سوي افغان مهاجر هم کابل ته اخراج سوي دي. د افغان مهاجرو د اخراج موضوع ډيره جنجالي دي.

د جرمني خبري آژانس د کابل د نړيوال هوايي ډگر د مامورينو په حواله ليکلي دي چي د سه شنبې په سهار (۲۰۱۹م کال د جنوري ۸مه) کابل ته په رسېدلې الوتکه کي۳۶ افغان مهاجر سپاره ول.

دا له جرمني څخه د نه منلو سوو افغان مهاجرو د اخراج د لړۍ ۲۰ پرواز وو. دغه لړۍ د ۲۰۱۶م کال په ډسمبر مياشت کي پيل سوه.

د اخراج لړۍ په تيرو پروازونو کي تر اوسه پوري ۴۳۹ افغان مهاجر کابل ته اخراج سوي دي. د تيرکال په جولای مياشت کي په يوه ډله ايز اخراج کي چي ۶۹ مهاجر کابل ته ولېږل سول، يوه ئې ځان وواژه.

افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج ډېره جنجالي موضوع ده، ځکه د افراطي طالبانو او ترهگري ډلي داعش سره جگړه پراخه سوې ده.

څو ورځي وړاندي هغو راپورونو چي گويا ترمپ له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د يوې برخي د رايستلو لارښوونه کړې ده، هم اندېښنې زياتي کړې.

خو په عيني حال کي هڅه کيږي چي د افغانستان کړکېچ له سياسي لاري حل سي. تر اوسه پوري څو واري د امريکا متحدو ايالاتو او طالبانو استازو ملاقاتونه کړي دي.

پتېيل سوې ده چي سبا د چهارشنبې په ورځ(۲۰۱۹م کال د جنوري ۹مه) به د امريکا متحدو ايالاتو استازي په قطر کي له طالبانو سره دوه ورځنۍ غونډه پيل کړي.

زموږ له ارشيف څخه:

DW.COM