1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ترکیي څخه په لسګونو مهاجر یونان ته رسیدلي

۱۳۹۸ آبان ۲۷, دوشنبه

د ترکیې له ساحلونو څخه په سلګونو نوي پناه غوښتونکي د یونان ټاپوګانو ته رسیدلي دي. د یونان ساحلي ګارد ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ ۲۵۰ تنه نوي مهاجر د دغه هیواد ټاپوګانو ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/3TDBt
Deutschland Flüchtlinge in Niedersachsen
انځور زمونږ له آرشیف څخهانځور: picture-alliance/dpa/S. Pförtner

له ترکیي څخه د یونان ټاپوګانو ته د مهاجرو د رسېدو بهیر همداسې ادامه لري. د یونان ساحلي ګارد د یکشنبې په ورځ(د نومبر میاشتې ۱۷ نیټه) د الکساندر بندري ښار ته نږدې ۳۹ تنه پناه غوښتونکي موندلي دي.

یوناني چارواکو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ۲۱۷ تنه مهاجر د ترکیې له سواحلو څخه د یونان لیسبوس، ساموس او کاس ټاپوګانو ته رسیدلي دي. سربیره پر دې د یونان ساحلي ګارد دوه تنه د انساني قاچاق په تور نیولي دي.

د چارواکو په حواله په اوس وخت کې د یونان په ټاپوګانو نږدې ۳۶۰۰۰ راجستر شوي پناه غوښتونکي په ډیرو سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د هغو پناه غوښتونکو شمیر چې له ګاونډي هیواد ترکیې څخه یونان ته مخه کوي په دې وروستیو کې یو وار بیا لوړ شوی دی. همدا اوس په یونان کې تر ۷۰۰۰۰ ډیر پناه غوښتونکي شتون لري. ډیري دغه مهاجر د سوریي او افغانستان هیوادونو اتباع دي.

(dpa)sn-bs

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: