له انترنيت سره د ماشومانو ډيريدونکې مينه او د والدينو انديښنې | آلمان او نړۍ | DW | 20.09.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

له انترنيت سره د ماشومانو ډيريدونکې مينه او د والدينو انديښنې

په آلمان کې د يوې ترسره شوې نظرپوښتنې پايلې ښيي چې په ماشومانو او تنکي ځوانانو کې د انترنيت کارونه مخ پر ډيريدو ده. د چارو کارپوهان، منحرف کوونکو مطالبو سره د ځوانانو له مخ کيدو څخه انديښمن دي او په دې اړه خبرداری ورکوي.

دغه نوې څيړنه د هانس برود انستيتوت له خوا ترسره شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۹مه) په آلمان کې خپره شوې ده. د څيړنې پايلي ښيي چې په آلمان کې د ښکته عمر ماشومان په اوسط ډول د ۲ تر ۴ ساعتونو پورې آنلاين وي.

په دې منځ کې بيا په هغو تنکيو ځوانانو کې چې عمرونه يې د ۱۵ او ۱۷ کلونو تر منځ دي، د انترنيت کارونه په کراتو ډيره ده.

دوی په ورځ کې د ۳ تر ۴ ساعتونو او د اوونۍ په دوو ورستيو ورځو (شنبه او يکشنبه) کې ۴ ساعته انترنيت کاروي. د دغه عمر ځوانانو ۲۸ سلنه يې ويلي دي چې څو ځله يې هڅې کړي تر څو د انترنيت کارولو وخت کم کړي، خو په دغه کار نه دي بريالي شوي.

د هانس برود انستيتوت په څيړنه کې له ۱۰۴۴ ماشومانو، تنکيو ځوانانو او د هغوی د پلرونو يا ميندو څخه پوښتنې شوي دي. دغه څيړنه چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق يونيسف، په ملاتړ ترسره شوې، ښيي چې په هغې کې نيمايي ګډونوال «خپله حوصله له لاسه ورکوي» کله چې دوی آنلاين نه وي.

د نجونو او هلکانو د انترنيت کارونې توپير

له دغو ګډون کوونکو ځوانانو يو پر څلورمې برخې يې ويلي دي چې، د دوی خبرې تفريح او ذوقي مسائيل په انترنتي شبکو کې له نورو سره شريکي کيږي، خو يو پر دريمه برخه يې بيا ويلي دي چې په انترنيت کې خبرونه تعقيبوي.

په دې منځ کې د هلکانو او نجونو د انترنيت کارونه هم توپير لري. نجونۍ په انترنيت کې تر ډيره د خپلې خوښې کار او کسب د موندلو په لټه کې وي او د دې ترڅنګ د خپلو همزولو هلکانو په پرتله په ټولنيزو شبکو کې ډيرې لږ فعالې وي، په داسې حال کې چې هلکان خپل ډير وخت پر آنلاين ګيمونو تيروي.

يو پر څلورمه ګډونوالو ويلي دي چې دوی مغرضانه او زيان رسونکي موارد هم په آنلاين بڼه او هم په واقعي ژوند کې تجربه کړي دي. دوه پر دريمه برخه پوښتل شوو په انترنيت کې د تمسخر، د تندو نظرونو او آزار او اذيت په اړه ځوابونه ورکړي دي.

Symbolbild | Schüler mit Handys (picture-alliance/dpa/ZB/J. Kalaene)

له هرو دوو مور او پلار څخه يو يې په دې باور دي چې اولادونه يې په انترنيت کې نامناسبو مطلبونو ته لاسرسی لري

والدين هم له ماشومانو کم نه دي

په دغه څيړنه کې دا هم موندل شوي دي چي سربيره پر دې چې والدين د خپلو ماشومانو د انترنيتي چلن څخه انديښنې لري، خپله هم د ماشومانو په اندازه په انترنيت کې فعال دي.

ځينې والدين پرته له کومې انديښنې د خپلو ماشومانو انځورونه پر انترنيت خپروي. په څيړنه کې ۹ سلنه ګډون کوونکو اولادونو ويلي دي چې ځينې وخت يې ليدلي چې انځورونه يې د مور يا پلار له خوا پر انترنيت خپاره شوي دي. ډيری وخت په مسئله کې د دواړو لورو تر منځ توافق شتون نه لري.

۶۲ سلنه والدين وايي چې دوی خپله هم په ورځ کې څو ځله له انترنيت څخه استفاده کوي. له نيمايي څخه ډيرو والدينو بيا په انترنيت کې د دوی د اولادونو سره د بيګانه افرادو د اړيکو له بابته انديښنې ښکاره کړي دي. له هرو دوو مور او پلار څخه يو يې په دې باور دي چې اولادونه يې په انترنيت کې نامناسبو مطلبونو ته لاسرسی لري.

بدې تجربې

د پوښتل شوو ماشومانو او تنکي ځوانانو له ډلې ۹ سلنې يې ويلي دي چې دوي په انترنت کي «بد يا منحرف کوونکي» شيان تجربه کړي دي. دغې مسئلې له هلکانو څخه نجونې ډير تر خپل اغیز لاندې راوستلي دي.

يو پر دريمه برخه هغو تنکيو ځوانانو چې عمرونه يې د ۱۲ او ۱۷ کلونو تر منځ دي ويلي دي چې دوی د تير يوه کال په موده کې له غوښتنې پرته، د يو لړ ځانګړو مسائيلو او يا هم له ناسمو وړانديزونو سره مخامخ شوي دي.

څه باندې دوه پر دريمه برخه ګډونوالو بيا ويلي دي چې دوی پوهيږي چې څه ډول معلومات بايد په شبکو کې خپاره نه کړي. خو سربيره پر دې، د ټولپوښتنې پايله ښيي چې۲۰ سلنه د هغو افرادو چې د ۱۲ او ۱۷ کلونو تر منځ عمرونه لري، په ياده موده کې يې د دغې ادعا خلاف پيغامونه استولي دي.

د دغې څيړنې څيړونکي د څيړنې پايلو ته په کتو د ماشومانو د حقونو د تقويت او لا ډير ملاتړ غوښتونکي شوي دي، په ځانګړې توګه هغو تنکيو ځوانانو ته چې په انترنيت کې د بدو مواردو تجربو سره مخ شوي دي. دوی په دې برخه کې پر يو لړ لارو چارو ټينګار کوي، چې پکې يوه هم ماشومانو ته د کورنيو او ښوونځيو له خوا د لازمو ټولنيزو مهارتونو پر روزنو ټيڼګار کوي.

dw persian/mks/nz

اعلان