له افغانستان سره د کاله ۴ ميليارده ډالرو مرستي په اړه اندېښنې | افغانستان | DW | 27.07.2021
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

له افغانستان سره د کاله ۴ ميليارده ډالرو مرستي په اړه اندېښنې

امریکا متحده ایالاتو او ناټو ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۴م کال پورې به له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په کال کې ۴ میليارده ډالر مرسته کوي. له افغانستان څخه د دغو ځواکونو تر وتلو وروسته به د دغو پیسو د لګښت څار څوک کوي؟

Afghanistan | Italienische NATO-Truppen trainieren Afghan Special Forces

امریکا په تیرو شلو کلونو کې د افغان ځواکونو د جوړیدو او تجهیز له پاره ۸۹ میليارده ډالر لګولي دي.

امریکا متحده ایالاتو تر دې د مخه په تیرو شلو کلونو کې د افغان ځواکونو جوړیدو او تجهیز له پاره ۸۹ میليارده ډالر لګولي دي. خو اوس د امریکا حکومت خپله نظارتي ډله وايي چې پر پیسو باندې نظارت ضعیف دی، په سلونو میلیونه ډالر حیف و میل شوي او په امنيتي سکتور کې فساد هم په لوړه کچه موجود دی.

اسوشتید پریس چې په دې اړه يې یو رپوټ چمتو کړی لیکي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به پر دغو پیسو نظارت کول ناممکنه وي. په پام کې ده چې په افغانستان کې د میشتو بهرني ځواکونو د وتلو بهیر د اګست میاشتې پر ۳۱مه بشپړ شي. په رپوټ کې يو شمېر مواردو ته کتنه شوې ده:

له ۲۰۰۱ کال راهيسې په افغانستان کې د امریکا نغدي مرستي

امريکا متحده ايالاتو په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې پیسې مصرفوي. امریکا په دغې موده کې نژدې ۸۳ میليارده ډالره د افغانستان د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو پر جوړيدو، تجهیز، تعلیم او ملاتړ باندې لګولي دي. په دغو ځواکونو کې د افغانستان ملي پوځ، ملي پولیس او ځانګړي قطعات شامل دي.

دغه مصارف په لویه کچه شوي چې په پراخه اندازه وسايل او تجهیزات په بر کې نيسي. د بیلګې په توګه امریکا متحده ایالاتو نژدې لس ميليارده ډالره افغان پوځ ته د عراده جاتو او الوتکو په برخه کې لګولي دي. دغه راز يې له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۲۰م کال پورې ۳ اعشاریه ۷۵ میليارده ډالر د افغان ځواکونو د روغنیاتو یا تیلو په برخه کې مصرف کړي دي.

له دې نه علاوه امریکا له ۲۰۰۱ کال راهیسې ۵ اعشاره ۸ ميليارده ډالر د افغانستان د اقتصاد، حکومتي پراختیا او په زیربنايي چارو کې په مصرف رسولي دي، تر څو يې له دې لارې د طالبانو په مقابل کې له حکومت څخه د خلکو ملاتړ تقویه کړی وي.

اسوشتید پریس زیاتوي چې دغه ارقام د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا متحده ایالاتو د څار ځانګړې ادارې د هغه رپوټ دي، چې جان ساپکو جوړ کړی.

Afghanistan Armee-Kommandoeinheit während eines Trainingsprogramms

افغان کومانډو ځواکونه

د ۲۰۲۲م کال له پاره د امریکا متحده ایالاتو تخصیص ۳،۳ میليارډه ډالر دی. په دغو پیسو کې به له افغان هوايي ځواکونو او د ځانګړې ماموریت برخې له ملاتړ څخه يو ميلیارد ډالر، د تیلو، مهماتو او پرزه جاتو له پاره يو ميليارد ډالر او د افغان ځواکونو د معاشاتو له پاره ۷۰۰ ميلیونه ډالره هم شامل وي.

د اسوشتید پریس په رپوټ کې وړاندوينه شوې چې د افغان حکومت له پاره به سخته وي چې وشي کړی تر ۲۰۲۴م کال وروسته د خپلو ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د سیګار په حواله، د افغانستان حکومت څه باندې ۸۰ سلنه بودیجه د امریکا متحده ایالاتو او د هغه د متحدانو له خوا تمویل کیږي. تمه وه چې د افغانستان د ودې کچه په ۲۰۲۱م کال کې ۳،۴ سلنه وي خو برخلاف ۲ سلنې ته راښکته شوې ده. د تیرو ۴ او ۷ کلونو په جریان کې افغانستان خپله اقتصادي وده له لاسه ورکړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې طالبانو د افغانستان ځينې سرحدي بندرونه هم قبضه کړي دي.

فساد

په تیرو دوو لسیزو کې افغانستان ته په میلياردونو ډالر په پراخه توګه له نظارت پرته داخل شوي چې دغه کار د افغانستان لورې او هم د بهرنیو قراردادیانو له پاره د فساد شرایط رامنځ ته کړل.

سپوکو په لسونو داسې رپوټونه خپاره کړل چې په هغه کې د ضایعاتو، ناسمې ادارې او لوړ فساد شتون ښودل شوی دی.

په یوه مورد کې، امریکا متحده ایالاتو ۵۴۷ ميلیون ډالر د افغان هوايي ځواک له پاره د ۲۰ جي۲۲۲ ډوله پوځي ترانسپورتي الوتکو د رانيولو او ترمیم له پاره مصرف کړې. وروسته له دغې ډلې څخه ۱۶ يې د داغمې په توګه پر افغانانو باندې پر ۴۰،۲۵۷ ميليون ډالرو وپلورل شوې. هغه په دې دليل چې امریکايي شرکتونو ناقص او ناامنه الوتکې انتقال کړې وي.

Afghanistan Luftwaffe

افغان هوايي ځواکونه

د سپکو د یو رپوټ په حواله، د امریکا د هوايي ځواک یو متقاعد جنرال، د تقاعد اصولو خلاف، د يادو الوتکو له ترميمونکي شرکت سره تړاو درلود. په دغه رپوټ کې ويل شوي چې قضايي ادارې د امریکا د نظارت ادارې ته د ۲۰۲۰م کال په می میاشت کې وویل چې دوی به جي ۲۲۲ پروګرام سره په تړاو هيڅ جنايي یا ملکي قضیه تر قانوني څار لاندې ونیسي. 

له ۲۰۰۷م کال راهیسې ۷،۸ میليارده ډالر د افغان چارواکو د موټرونو او ساختمانو له پاره ورکړل شوي اما یوازې ۱،۲ ميليارد یې پر موټرو او ساختمانونو لګول شوي دي. سپکو د روان کال په پیل کې ويلي ول چې يوازې ۳۴۳،۲ میلیونه ډالر په ښه توګه لګول شوي دي.

افغانستان په رسمي توګه شاوخوا ۳۲۰ زره پوځ او پولیس لري، خو سیګار وايي چې دغه شمیر دومره نه بلکې ۲۸۰ زره ته نژدې دی. د سیګار رپوټ زیاتوي چې اضافي نور د پيسو ترلاسه کولو له پاره د فاسدو چارواکو له خوا خیالي عسکر دي.

سپکو په خپل يوه رپوټ کې وايي چې د نظارت کموالی، رشوت، اختلاص، زورواکي او تعصباتو ته زمینه برابره کړې ده او «همدارانګه يې زورواکان او د هغوی وسله وال ځواکمن کړي دي.»

«فساد په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو ماموریت د پام وړ سره تضعیف کړ، د افغانستان حکومت مشروعیت ته ېې زیان ورساوه، وسله وال مخالفان يې تقویه او د وسله والو ډلو له پاره يې د عایداتی کانالونو سرچينې رامنځ ته کړې.»

امریکا افغانستان ته څومره اغېزمن ځواک پرې ايښی؟

ټولې هغه پوځي روزنې چې افغان ځواکونو ته د امریکا متحده ایالاتو په مالي مرسته ورکړل شوي دي، د هغوی په ډله کې يوازې افغان ځانګړي کوماندو ځواکونو باندې حساب کيږي، چې کولای شي د طالبانو پر وړاندې مبارزه وکړي.

Afghanistan | Menschenmenge auf Fahrzeugen mit Taliban Flaggen in Chaman

طالبانو د وروستیو اوونیو کې د افغانستان ډيرې سیمې نیولی دی - په انځور په سپين بولدک خلک د طالبانو له بیرغ سره

په وروستیو میاشتو کې چې طالبانو خپل یرغلیز بریدونه زیات کړي، عادي ځواکونه او پولیس له طالبانو سره مذاکره وکړه تر څو په سادګۍ سره له خپلو بیزونو ووځي او یا هغوی ته تسلیم شول. په ځينو حالاتو کې خو د هغوی مشرانو دغه ځواکونه پرته له دې چې له هغوی سره د پرسونل او مهماتو ملاتړ وکړي پریښودل. په ځينو حالاتو کې حتی له ډوډۍ او خوړو پرته.

د افغانستان د جګړې په میدان کې د امریکا د هوايي قواوو ملاتړ یو مهم عنصر ګڼل شوی دی. له همدې کبله د افغان هوايي ځواکو او د ځانګړو ماموريتونو برخې روزل د افغانستان پوځ له پاره حیاتي وو او امریکا متحده ایالاتو د هغوی د پياوړتیا او ملاتړ له پاره څه باندې ۸،۵ ميليارده ډالر ولګول.

خو له دې ټولو سره سره، کله چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، د افغانستان د هوايي ځواک په اړه اندېښنې زياتي دي.

امریکا خپل هغه قراردادیان چې د افغانستان د جنګي الوتکو ترمیمات يې کول هم له خپلو ځواکونو سره له افغانستانه باسي. افغان چارواکي وايي چې ايتلافي ځواکونه دوی ته هيڅ داسې روزنه ورنه کړه چې په نتيجه کې يې دوی خپله ترمیمات او ساتنه وکړي.

امریکا په افغانستان کې خپل زرهې وسايط او درنې وسلي د افغان ځواکونو له پارې پريښي دي.

ډیرو افغان چارواکو چې له اسوشتید پریس خبري آژانس سره يې خبرې کړي د امریکا او ناټو په اړه يې ژورې نيوکې لري چې دوی په افغانستان کې د پرزه جاتو او مهماتو د تولید کارخانو په جوړيدو او د داسې مهارتونو په رامنځ ته کولو چې افغان میخانیکران و روزي، پانګونه نه ده کړې.

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی چارواکی دولت وزیري وايي: «هره مرمۍ باید له امریکا څخه راشي.» هغه زیاتوي: «دا ولې، آیا دا موږ تولیدولی نشو؟»

له دیموکراسۍ څخه د ملاتړ بنسټ پخواني لوړپوړي غړي، بل راګیو وايي چې ائتلاف د افغانستان حکومت او پوځ د لويديځ ملاتړ پورې په وابسته ساتلو سره ناکام کړ.

راګيو چې اوس هم د لانګ وار ژورنال یو ارشد لیکوال دی، وايي: «امریکا غلطه پوځي روزنه ورکړه، د لويديځ په طريقه پوځي روزنه- په داسې حال کې چې هغوی داسې پوځي روزنې ته اړتیا لري چې د طالبانو په مقابل کې د جګړې وړتيا ولري.»

Afghanistan NATO-Training für afghanische Sonderkomandos

افغان ځانګړي ځواکونه د فراغت مراسمو پر مهال

هغه زیاتوي:«هوايي او کومانډو ځواکونو ښه نتیجه ورکړه، خو عادي افغان ځواکونو چې په جګړه کې د ځواک مهمه برخه تشکيلوي، د دندې په حد کې نه ده.»

د ميلياردونو ډالرو نظارت

له ډيرو کلونو راهیسې امریکايي چارواکي په افغانستان کې د امریکا له لوري د تمويلونکو پروژو څخه د فزيکي نظارت په اړه اندېښنه لري. په وروستیو کې خو حتی په افغانستان کې د خراب امنتيي وضعیت له کبله په کابل کې د امریکا د خپل سفارت يو شمیر کارکوونکي هم ووتل.

سپکو خپل د جولای میاشتې په رپوت کې ويلي دي چې په ۲۰۱۶م کال کې امریکايي سلاکاران خپل د کابل په دفتر کې حتی د زرهي موټرو له کاروان پرته له افغان امنيتي چارواکو سره لیدل، خو وروسته دوی یوازې په څرخي الوتکه کې کولی شو تګ راتګ وکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت د اپریل میاشتې له نيمايي راهیسې خپل کارکونکي تر ډیر ضرروي پرسونل پورې راکم کړی دی.

راګيو وايي امریکا متحده ایالاتو او ناټو په افغانستان کې د خپل حضور پر وخت کافي وخت درولود چې د خپلو مرستو د نظارت له پاره يې کار کړی وای، خو له افغانستان څخه تر وتلو وروسته به دا په عمل کې ناممکنه وي. هغه وايي: «او دا هم په داسې حال کې ده چې طالبانو په ټول افغانستان کې غوغا رامنځته کړې ده.» راګیو زیاتوي: «دا به یوازې افغان چارواکو ته د لا ډيرو پيسو غلا کولو ته انګیزه ورکړي.»