له آلمان څخه اخراج شوی افغان پناه غوښتونکی په کابل کې | اروپا ته مهاجرت | DW | 19.01.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

له آلمان څخه اخراج شوی افغان پناه غوښتونکی په کابل کې

امیر کابو یو کال مخکې له آلمان څخه بیرته افغانستان ته اخراج شو. هغه تر اوسه پورې هم په خپل وطن کې د ژوند سختۍ ګالي او شپه او ورځ په ډار کی تیروي.

د امیر په هره خبره کې ناهیليتوب او ستوماني له ورایه ښکاري، خو په حقیت کې دا د مرستې له پاره د هغه ناره ده. نوموړی وايي: «زه په دې ځای کې لیونی او ستړی شوی یم.» امیر د ۲۰۱۶م کال په وروستیو کې د آلمان له فرانکفورت هوايي ډګر څخه کابل ته د لومړي ځل اخراجیدونکو ۳۰ افغانانو له ډلې څخه یو دی. له هغه وخت راهیسې د هغه ژوند له سختیو او کړاوونو څخه ډک دی. هغه تقریباً هیڅ نه لري، نه کار، نه ښه راتلونکی، نه هم اسناد او نه هم کومې اړیکې. هغه څه چې هغه یې په دې ورځو کې ډیر لري، هغه وخت دی.

امیر وايي چې هر ځله چې له کوره وځي، ډار له هغه سره ملګری وي. هغه زیاتوي: «کله چې له سړکونو تیریږم، نه شم کولی چې په دې هکله فکر ونکړم چې اوس به هلته یو بم الوزي. تاسې په تلویزون کې وینۍ چې په کابل کې د تیرو اونیو په ترڅ کې څه پیښ شوي. هره اونۍ یو برید کیږي.»

په ځانګړې توګه د ۲۰۱۷م کال د می میاشتې پر ۳۱ نیټه په کابل کې د آلمان سفارت ته څیرمه خونړۍ چاودنې، د امیر ویره لا پسې ډیره کړې. په دې برید کې یو موټر بم ځانمرګي بریدګر خپلو ۱۰۰۰ کیلوګرامه چاودیدونو توکو ته د کابل په ډپلوماتیکه سیمه کې چاودنه ورکړه چې له امله یې تر ۱۶۰ ډیر کسان ووژل شول او تر۴۵۰ ډیر بیا ټپیان شول. امیر د چاودنې په تقریباً ۸ کیلومترۍ کې د دې چاودنې شدت محسوس کړ.

له لاسه وتلې ځواني

امیر تریخ ژوند تیر کړی. هغه د کابل شمال خوا ته په نږدې ۱۰۰ کیلومترۍ کې ژوند کوي او د ځوانۍ پر مهال یې خپل نږدې خپلوان له لاسه ورکړي. پلار یې چې د پوځ یو لوړ پوړی افسر وو وژل شوی او مور یې هم له هغې لږ څه موده وروسته لا درکه شوې. امیر دغه دواړه پیښې د طالبانو کار ګڼي خو په لاس کې ثبوت نه لري.

تر هغه څو اونۍ وروسته چې له پلاره پاته امیر ته پیسې، یوه قاچاقبر ته ورکړې او هیواد یې پریښود. هغه د ایران، ترکیې، یونان او ایټالیا له لارې فرانسې ته ولاړ او له هغه ځایه د ۲۰۱۱م کال په پسرلي کې آلمان ته ورسید. د هغه په وینا، هغه وخت ۱۶کلن وو.

هر چیري یوازې او بیګانه

په آلمان کې هغه د بادن ووتمبرګ ایالت د ابتسګموند په ناحیه کې میشت شو. هغه نه ښوونځی پای ته رسولی وو، نه یې مسلکي زده کړې درلودې او نه یې هم پاسپورت لاره. د هغه د پناه غوښتنه رد شوه، او په ۲۰۱۲م کال کې یې د پناه غوښتنې دوسیه هم وتړل شوه. هغه وخت باید امیر د آلمان خاوره ترک کړې وه. خو په دې وخت کې هغه په آلمان کې له داسې خلکو سره اشنا شو، چې په دې هیواد کې یې د هغه د پاتېدو له پاره سخته مبارزه کوله. د بیلګې په توګه د هغه مدافع وکیل اوته شلیپف چې په رضاکارانه توګه له مهاجرو سره مرسته کوي.

د امیر وضعیت هغه مهال سخت خراب وو. په پایله کې هغه له ټولو کسانو او ان له هغو کسانو چې له امیر سره یې مرسته کوله فاصله ونیوله. میرمن اوته شلیپف د امیر تر اخراج یوه ورځ وروسته دویچه ویله ته وویل چې: «امیر یو ډیر منزوي او په شدیده توګه یو شکایت کوونکی کس وو. هغه په اسانۍ سره په چا باور نه کاوه. فکر کوم چې هغه له رواني فشار سره هم مخ وو.»

د آلمان د حکومت په وینا، له ۲۰۱۶م کال راهیسې ټولټال اته ځله افغانان په ډله ایزه توګه له آلمان څخه خپل هیواد ت اخراج شوي. د آلمان حکومت د دغو افغانانو شمیر له ۱۵۰ کسانو ډیر ښيي. د دې مهاجرو وروستۍ الوتکه د همدې تیرکال په دسمبر میاشت کې د فرانکفورت له هوايي ډګر څخه د کابل په لور والوتله.

خو په کابل کې د آلمان سفارت ته څیرمه تر خونړي برید وروسته، افغانستان ته له آلمان څخه د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ وځنډوله شوه. په دې ترڅ کې د آلمان ایالتونو او فدرالي ادارو د هغو کسانو لیست چې باید له دې هیواد څخه اخراج شي، پر درو برخو وویش: مجرمین او جنایت کاران، خطرناکه پناه غوښتونکي او هغه ډله مهاجرین چې د خپل هویت په هکله له آلماني چارواکو سره د مرستې په برخه کې همکاري نه کوي. که چیرته امیر تر اوسه پوري هم په آلمان کې وای، نو هغه په دې دریو کټګوریو کې نه راتلای.

لیري خو بیا هم اړیکه ساتل

امیر لا هم له میرمن اوته شلیپف سره اړیکه لري او دغه میرمن هڅه کوي چې له دې ځایه له هغه سره مرسته وکړي. امیر وايي: «میرمن اوته او په ابتسګوموند کې میشت له مهاجرو سره مرسته کوونکي ملګري د بانک «ویسترن یونین» له لارې اوس هم ماته هره میاشت ۱۵۰ یورو رالیږي. له دې څخه ۵۰ یورو د کور کرایه او پاتي نورې یې زما ورځنی مصرف دی.»

امیر او میرمن اوته تل د ویرې په هکله خبرې کوي. دغه مرسته کوونکې میرمن وايي: «امیر د کابل وضعیت ډیر خطرناک ښيي. خو هغه پر آلمان باندې د اخراج له امله غوسه نه دی. هغه ډیر منندوی دی چې تر اوسه هم موږ له هغه سره مرسته کوو.» دغه میرمن د امیر خبر ته په کتو وايي چې هغه په تدریجي توګه ښه شوی دی. دا د میرمن اوته هیله ده چې امیر به یوه ورځ په افغانستان کې د راحت احساس وکړي. دغه امید چې امیر به بیا آلمان ته ولاړ شي، وجود نه لري. امیر هم هیله من دی چې یوه ورځ کار پیدا کړي او په دې برخه کې هڅې هم کوي.

امیر له میرمن اوته شلیپف سره خبرې، د خپل ژوند برخه ګڼي او شاید هم دغه څه د هغه له پاره په ښه تکیه بدل شوي وي. د میرمن اوته له پاره هم دغه خبري ارزښت لري او د یو کال په تیریدو لا هم امیر ورته پردی نه دی.

له آلمان څخه د افغان مهاجرینو د اخراج د لړۍ په هکله یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: 

DW.COM