له آلمان څخه اخراج شوي افغان مهاجر کابل ته ورسېدل | افغانستان | DW | 18.06.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

له آلمان څخه اخراج شوي افغان مهاجر کابل ته ورسېدل

له آلمان څخه د رد شوو افغان مهاجرو یوه بله اخراج شوې ډله د سه شنبې په سهار کابل ته ورسېده. د افغان چارواکو په وینا په دغه الوتکه کې ۱۱ افغانان سپاره ول.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ۲۰۱۶م کال د دسمبر میاشتې راهیسې دا ۲۵ ډله ایز اخراج دی چې افغانستان ته تر سره کیږي. زیاته شوې ده چې تر دې دمخه په ۲۴ پروازونو کې د آلمان له بیلابیلو ایالتونو څخه ۵۸۹ نارینه افغان مهاجر چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه افغانستان ته اخراج شوي دي.

د تیر میلادي کال په جولای میاشتې کې له آلمان څخه د ۶۹ کسانو د ډله ایز اخراج وروسته یوه تن کابل ته تر رسیدو وروسته ځان وژلی وو. دغه څه د دې سبب شول چې افغانستان ته د شخړه ایز اخراج په هکله بحثونو ته لمن ووهي.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې انتقاد کوونکي دې ته اشاره کوي چې په افغانستان کې لا هم امنیتي وضعیت ترینګلی دی. د طالبانو او داعش پر ضد جګړه هره ورځ تلفات لري.

د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ له مخې د روان میلادي کال له پېل راهیسې د مارچ میاشتې تر پای پورې د افغانستان د شخړې په ترڅ کې ۵۸۱ ملکیان وژل شوي او ۱۱۹۲ بیا ټپیان شوي دي. د می میاشتې راهیسې د بریدونو او جګړو په شمیر کې ډیروالی راغلی دی.

د دوشنبې په ورځ د مهاجرو ملاتړي سازمان (پرو ازول) افغانستان ته د مهاجر د اخراج پر ادامې باندې انتقاد کړی وو او د دغې لړۍ د درولو غوښتنه یې کړې وه.

خو په عین وخت کې د افغانستان کړکیچ ته د یوه سیاسي حل لارې موندلو له پاره هڅې هم موجودي دي. تر اوسه د امریکا متحده ایالاتو استازو څو وارې د طالبانو له غړو سره لیدلي دي. ویل شوې دي چې خبرې اترې باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمو خبرو اترو ته لاره هواره کړي. خو تر اوسه دغه ډول مذاکرات لا نه دي شوي.

sr/bs (DPA)

اعلان