قاچاقبر له لارۍ په ټوپ سره ۳۴ افغان مهاجر ټپيان کړل | آلمان او نړۍ | DW | 21.07.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

قاچاقبر له لارۍ په ټوپ سره ۳۴ افغان مهاجر ټپيان کړل

د مقدونيې پوليسو د يوې لويې لارې په اوږدو د ماشومانو په ګډون د ۳۴ افغان مهاجرو د ژوبل کېدو خبر ورکړی. پوليسو ويلي د تعقيب او تېښتې پېښه کې چلوونکي له لارۍ ټوپ کړی او موټر يې يوې درې ته لوېدلی.

دغه لارۍ چې افغان کډوال يې لېږدول، د شمالي مقدنيې له لوري سربستان ته په لاره وه چې پوليسو ورته د درېدو دستور وکړ. خو د موټر چلوونکي ورته توجه ونه کړه او په سرعت يې خپلې لارې ته دوام ورکړ. د تېښتې او تعقيب په پېښه کې چلوونکي له لارۍ څخه ټوپ وکړ. پوليسو ويلي چې دغې لارۍ موټر د اصلي لويې لارې په اوږدو په شمالي مقدونيه کې د ۱۴ متره له لوړې يوې درې ته لوېدلې چې سيند پکې هم بهيږي. مسئولينو ويلي چې درې تنه افغان کډوال سخت ټپيان شوي او روغتيايي وضعيت يې ښه نه دی. د دغې لارۍ چلوونکی چې له شمالي مقدونيې څخه دی، ۲۴ کاله عمر لري او هغه هم په شدت ټپي شوی چې په روغتون کې د پوليسو تر نظارت لاندې قرار لري. د دغې پېښې ټول ټپيان نزدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.  

(AP/Reuters)/ن ص/م ک ص 

اعلان