1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسویانو ته د ولسمشر مکرون لیک

۱۳۹۷ دی ۲۴, دوشنبه

په فرانسه کې له اوونیو راهیسې د «ژیړ واسکټو» دوامداره احتجاجونو ته په کتو سره د دغه هیواد ولسمشر د اصلاحاتو پر سر د ملي بحث وړاندیز کړی دی. په دې ترڅ کې به مکرون د ټول هیواد په کچه په غونډو کې برخه واخلي.

https://p.dw.com/p/3BW8R
Paris Rede Macron Elysee Palast
انځور: picture-alliance/dpa/O. Corsan

د «ژیړ واسکټو» غورځنګ د څو اوونیو پر له پسې احتجاجونو په غبرګون کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، ولس یوه مدني ډیالوګ ته رابللی دی. په ټوله کې ۳۵ موضوعات په پام کې نیول شوي چې له مالیې څخه نیولی تر دیموکراسۍ او مهاجرت په څیر موارد په کې شامل دي. په دې هکله د یکشنبې په ماښام فرانسویانو ته د مکرونو یو لیک خپور شوی دی.

د فرانسې ولسمشر ویلي دي چې غواړي «غوسه پر حل لارو» واوړي. د مکرون په خبره د ولس وړاندیزونه به په دې کې مرسته وکړي چې د «ملت له پاره یو نوی تړون» رامنځ ته کړي او د حکومت او د پارلمان کار او همداشان په اروپا او نړیواله کچه د فرانسې دریځ تنظیم کړي.

د تابو پرته دیالوګ

مکرون ویلي دي چې د نوو طرحو پر وړاندې پرانیستی دی خو په عین وخت کې د خپلو اصلاحاتو له اجندا څخه راضي دي. مکرون پر دې خبره ټینګار کړی دی چې د هغه «له پاره تابو [منع کړل شوي] موضوعات نه شته». خو مکرون په عین حال کې ویلي دي چې یوه سره کرښه هم موجوده ده. د مکرون په خبره د بیلګې په توګه د پناه غوښتنې حق تر پوښتنې لاندې نه شي راوستل کیدای او همداشان د شتمنیو پر یوه برخه لغوه کړی شوې مالیه بیرته نه شي رامنځ ته کیدای. نویو مقرراتو مکرون پر دې باندې مشهوره کړی دی چې غواړي د «شتمنو ولسمشر شي».

Frankreich Gelbwesten Proteste in Saint-Brieuc
نه یوازې په پاریس کې بلکې په یو شمیر نورو ښارونو کې هم خلک د مکرون له حکومته ناراضي ديانځور: Getty Images/AFP/D. Meyer

په لیک کې دغه موضوعګانې شاملې دي:

«کوم مالیات غواړو راکم کړو؟»

«آیا زیاتې اداري سطحې وجود لري؟»

«آیا زیاتره وخت له ټولپوښتنو څخه استفاده وکړو؟»

په پام کې ده چې په دې ترڅ کې لومړنۍ غونډه د سه شنبې په ورځ وشي. مکرون ویلي دي چې د دغه مدني ډیالوګ تر ختمیدو وروسته به د مارچ میاشتې په نیمایي کې یو رپوټ وړاندې کړي. د مکرون د خپلو معلوماتو له مخې غواړي د ټولې فرانسې په کچه سفرونه وکړي او په دغه ترڅ کې له ځایي سیاستوالو سره وویني.

د «ژیړ واسکټو» غورځنګ د نومبر میاشتې راهیسې مکرون تر فشار لاندې راوستی دی. په لومړي سر کې دغه احتجاجونه د تیلو د بیو د لوړیدو پر ضد وشول. خو بیا وروسته له دغو احتجاجونو سره هغه عادي کسان هم یو ځای شول چې د فرانسې د حکومت له سیاسته ناخوښه ول. د تیرې شنبې په ورځ هم په ټوله فرانسه کې په زرونو کسانو احتجاج وکړ.