1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: د ماکرون ګوند په پارلماني ټاکنو کې اکثريت ترلاسه کړ

۱۳۹۶ خرداد ۲۹, دوشنبه

د فرانسې د پارلماني ټاکنو په دويم پړاو کې د ولسمشر مکرون ګوند اکثريت څوکۍ ګټلي خو هغومره څوکۍ یې ترلاسه نه کړې چې اټکل یې شوې وو. دی به وکولای شي حکومت وکړي خو په پارلمان کې به يو اپوزيسيون هم شتون ولري.

https://p.dw.com/p/2euEz
Die vorsitzende der Partei «La Republique en Marche» Catherine Barbaroux
انځور: Picture alliance/dpa/F. Mori/AP

په پای کې د فرانسې د ټاکنو نتايج تقريباً عادي ول: فرانسويانو که څه هم چې د خپل نوي ولسمشر ګوند ته اکثريت رای ورکړې خو د دويم پړاو د ټاکنو نتایج د ملي اسمبابلۍ د ۵۷۷ څوکيو په اړه د شوې نظر پوښتنې څخه مختلف ول. په دغه نظر پوښتنو کې ويل شوي ول چې مکرون او ګوند به یې د ۴۰۰ څخه زياتې څوکۍ ترلاسه کړي او د اپوزيسيون ګوندونه به په بشپړه توګه له پارلمانه وشړي. خو داسې ونه شول. مکرون کولای شي خپل حکومت ته دوام ورکړي خو ګوند یې په پارلمان کې يوازينې ځواک نه دی.

پر عاجزۍ ټینګار

د «لا ريپوبليک ان مارش» په مرکزي دفتر کې چې يوه ډيره عجبه عصري ودانۍ ده، د رسنيو بې شماره کارکونکي د خپلو کامرو سره موجود ول. خو لکه څرنګه چې دا غورځنګ تل پر ساده توب او عاجزۍ ټينګار کوي نو دا ځل هم همداسې ول او د دې انتخاب شوي ګوند له پاره د اوبو او يو  څه وچو کلچو بل څه موجود نه وو. خو تازه انتخاب شوي استازي ډير مصروف ول. دوی په هر هغه ميکروفون کې خبرې کولې چې ورته نيول کيدل.

تازه ټاکل شوې ليتیزيا اوويا، چې يوه وکيله ده وايي: «اوس موږ باید هغه باور پوره کړو، چې رای ورکونکو را باندې کړی دی.»

دا او  يو شمير نورې نوې څيرې به چې د ښځو شمیر هم پکښې ډير دی، د فرانسې په ملي اسمابلۍ کې وليدلې شي. د «ان مارش» د پارلمان په غړو کې کابو ۵۰ فيصده هغه دي چې په سياسي ډګر کې نوي دي.

لیتيزيا اوويا زياتوي: «موږ کم وخت لرو او بايد سملاسي په کار پيل وکړو.» د نوموړې په آند په ټاکنو کې د فرانسويانو د کم رنګه ګدون علت له ټاکنو څخه د دوی ستړيا ده. د نوموړې په آند په دوو مياشتو کې څلور پړاونه ډير زيات دي او ښه به  وو چې د ټاکنو ترمنځ فاصله ډيره وه.

بشپړ نوی پيل

د بري په دې لمانځ غونډه کې امانويل مکرون موجود نه وو. د ولسمشر په توګه ده له پارلماني ټاکنو څخه ځان ليرې ساتلی. همدا راز لومړی وزیر ادوارد فليپه هم يوازې د تلويزيون د پردې له لارې راڅرګند شو. ده وويل: «يو کال تر مخه هیڅ چا هم د سیاست د دا ډول نوي کيدو تصور نه شو کولای.» ده وويل چې فرانسويان د هيلو او خوشبينۍ لار غوره کړې ده او د نويو استازو سره به پارلمان په ټوليزه توګه يوه نوې څيره ولري. ده ټينګار وکړ: «بری مو څرګند دی او مکلفوي مو چې زيات زيار وباسو.»

Frankreich Parlamentswahlen 2. Runde Macron
انځور: picture-alliance/Zuma/K. Afanasyeva

لومړی وزیر به په لومړي سر کې له نويو استازو سره په راتلونکو اوونيو کې کاري ډلې جوړې کړي څو دوی د پارلمان د غړي په توګه په خپلو مکلفيتونو او حقونو پوهه شي. ډیر ژر بايد يو ډول ګوندي کانګره هم را وبلله شي ځکه «ان مارش» بايد د يوه سياسي غورځنګ څخه پر يوه داسې ګوند بدل شي چې منسجم پروګرام ولري.

هغه چې رایه یې نه ده کارولې

د مکرون د ګوند له پاره په ټاکنو کې د خلکو تاريخي کم رنګه ګدون يو څه خواشينه کونکي دي. د اپوزيسيون ګوند دا د خلکو له خوا د مکرون د سياست د ردولو په توګه ارزوي.

د ښي اړخه عوامپالونکي «ملي جبهې» ګوند مشرې ماري لېپين چې په لومړي ځل به له يو څو نورو کانديدانو سره پخپله په پارلمان کې کښيني، وويل: «د ده نظريه یوازې د اقليت فرانسويانو له ملاتړه برخمنه ده.» ماري لېپين نه شي کولای چې د استازو په دې شمير سره يوه ګوندي جناح رامنځته کړي چې دا د نوموړې له پاره يوه ستره ماته ده.

د کيڼ اړخو د مشر ژان لوک ملنشون خبرو ته هم د «ان مارش» غورځنګ له خوا ډيره کمه پاملرنه وشوه. ده هم په ټاکنو کې د خلکو کم ګډون ته د «فرانسويانو د عمومي اعتصاب» نوم ورکړ او ویې ويل چې يوازې يوې لږکۍ له مکرون سره د اکثريت په اخیستو کې مرسته وکړه.  

سوسيالستانو سخته ماته وخوړه

د سوسيالستانو په مرکزي دفتر کې پرون، يکشنبه ماښام فضا داسې غمجنه وه لکه د يوې جنازې پر وخت چې وي. دغه تاريخي ودانۍ يې اوس پلورل کيږي ځکه دوی د پيسو له کمښت سره مخ دي ځکه په ميليونو مرسته له لاسه ورکوي. دوی يوازې ۵۰ څوکۍ  ترلاسه کړې. د ګوند د ولسمشریزو ټاکنو کانديد بينو امون هم پارلمان ته لار ونه مونده او د ګوند مشر ژان کرستوف کمبادالس له خپلې دندې استعفا وکړه. ده وويل: «د کيڼ اړخو ماته منو، پر دې افتضاح هيڅ اعتراض نه لرو.»