د dw.com بیټا بڼه تر اوسه پورې بشپړه شوې نه ده. ستاسې نظر د دې پاڼي په لا ښه جوړولو کې مرسته کولی شي.
د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر وايي هغه چمتو دی چې د پولنډ پر سرحد لا ډير ځواکونه ځای پر ځای کړي تر څو له بلاروس څخه د غیرقانوني مهاجرتونو پر وړاندې مبارزې کې مرسته وکړي. ۸۰۰ پولیس لا دمخه هلته رسيدلي دي.
زیهوفر آلمانۍ ورځپاڼې «بیلد ام زونتګ» ته وويل چې لا دمخه د آلمان د فدرالي پولیسو ۸۰۰ افسران په یاد سرحد کې ځای پر ځای شوي او که «ضروري وه» نور به هم ورورسیږي. هغه زیاته کړه چې په سرحد کې د پلټنو له کبله کیدای شي وضعیت راحت نه وي.
په نورماله توګه د اروپا د شينګن سيمې د ۲۶ هیوادونو پر سرحدونو د خلکو د اوښتو راوښتو پر وخت د پاسپورت کتنه یا کنټرول نه کيږي، خو د ګواښ په موجودیت کې کیدای شي په موقتي توګه عملي شي.
هورست زیهوفر دغه څرګندونې داسې وخت کړي چې په وروستيو مياشتو کې له بلاروس څخه د اروپايي اتحاديې غړو هیوادونو ته د تلونکو غیرقانوني مهاجرو شمیر لوړ شوی دی. په دې برخه کې تر ټولو ډیر د پولنډ، ليتوانيا او لاتويا هیوادونو سرحدونه د مهاجرو له ګڼ شمېر څخه متضرره دي. ډیری دغه مهاجر د عراق، سوريې، یمن او ایران څخه دي.
د آلمان خبري آژانس په حواله، هورست زیهوفر د آلمان او پولنډ پر سرحد د لا موثره اقداماتو له پاره، د مشترکو ګزمو يو پروپوزل يو وړانديز وړاندې کړی خو وارسا ورته تر اوسه ژمن پاتی شوی نه دی.
دي.پي.اې/م.ک.ص./م.ن.ص.