غزنی: د بې وزلو ماشومانو د تعلیم له پاره یو نوی ابتکار | افغانستان | DW | 26.07.2020
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

غزنی: د بې وزلو ماشومانو د تعلیم له پاره یو نوی ابتکار

له ایران څخه یوه راستانه شوي ځوان ځواک قادري د بې وزله او یتیمو ماشومانو د زدکړې له پاره پر یوه نوي ابتکار لاس پورې کړی دی. نوموړی د دغو ماشوماتو د ښوونې او روزنې ترڅنګ هغوی ته یوه اندازه نقدې پيسې هم ورکوي. نور جزئیات په غږیز رپوټ کې اوریدلی شئ:

اوډيو واورئ 04:28

په غزني ولایت کې دغه بی وزله او یتیم ماشومان د ښار له بیلابیلو ځایونو او واټنونو څخه دلته راوړل شوي او هره ورځ ورته تعلیم او روزنه ورکول کیږي.

 

دغه ماشومان زیاتره د غزني ولایت د جنګځپلو ولسوالیو اوسېدونکي دي او جنګونه او دښمنۍ يې د کورونو سرپرستان ورڅخه اخیستي دي.

 

د دغو ماشومانو د هر یو د ژوند کیسې له غمونو او کړاونو ډکې دي. ځینو يې پلار له لاسه ورکړی خو ځینو خپله مور او یا یي دواړه والدين له لاسه ورکړي وي

میرویس اسلمي/ غزنی