عراق ـ ناکراریو کې د وژل شویو شمېر ۲۷۰ ته رسیدلی | آلمان او نړۍ | DW | 09.11.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

عراق ـ ناکراریو کې د وژل شویو شمېر ۲۷۰ ته رسیدلی

د عراق په مظاهرو کې چې د اونیو راهیسې ادامه لري، د امنیتي ځواکونو د تاوتریخوالي په نتیجه کې په پرله پسې ډول ډیر مظاهره کونکي وژل کیږي. په همدې منځ کې له حکومت څخه غوښتنه شوې چې د خلکو اندیښنې دې جدي ونیسي.

په ژينیف کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لویې کمیسارۍ ویلي دي چې د اکتوبر میاشتې د پیل راهیسې د عراق په احتجاجونو کې د ټول هیواد په کچه د ۲۶۹ کسانو وژل کیدل او د تر ۸۰۰۰ ډیرو ټپي کیدل ثبت شوي دي. د کمیسارۍ په خبره ناخپاره شوي شمیرې کیدای شي تر دې ډیرې لوړې وي.

امنیتي ځواکونه د مظاهره کونکو پر وړاندې په بی رحمۍ سره له تاوتریخوالي کار اخلي. د ملګرو ملتونو عالی کمیسارۍ د زور زیاتیو د بندیدو غوښتنه کړې او له حکومت څخه یي غوښتي دي چې د مظاهره کونکو حقوقي اندیښنو ته ځواب ووایي.

په عراق کې دننه هم د آیت الله العظمی علي السیستاني په څیر د مطرحو کسانو غږ پورته کیږي چې نور نو نشي کیدای چې دا وضعیت په دې ډول ادامه پیدا کړي.

په عراق کې د شعیه ګانو دغه تر ټولو مهم روحاني مشر هم پر امنیتي ځواګونو تور لګولی دی چې د اعتراض کونکو د سرکوبي کولو له پاره له تاوتریخوالي ډکو لارو چارو کار اخلي، او د بغداد له رهبرۍ څخه یي غوښتي دي هر څومره ژر چې ممکن وي د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایی.

سیستاني یوازې په بحراني شرایطو کې په ورځني سیاست کې مداخله کوي او خبره یي د شعیه اکثریت د عامه نظر د بدلولو په برخه کې ډیر مهم ګڼل کیږي.

Irak Protest in Bagdad (picture-alliance/AP Photo/K. Mohammed)

مظاهره کونکي موانع او خنډونه دروي.

نورې مظاهرې او نور مړي

په تیرو ورځو کې په سړکونو کې د وژنو په پيښو کې کموالی نه دی رامنځته شوی. د ژغورونکې املې په حواله په پلازمېنه بغداد کې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې ۶ تنه او په سویلي بندري ښار بصره کې ۷ تنه د امنیتي ځواکونو او مظاهره کونکو ترمنځ د تقابل په نتیجه کې وژل شوي دي.

همدارنګه د جمعې په ماښام هم په زرګونو تنه د لومړي وزیر عادل عبدالمهدي پر ضد د مظاهرو له پاره سړکونو ته را وتلي ول. دوی د دوو اونیو راهیسې د ښار په مرکز تحریر میدان د مظاهرو له پاره راټولیږي. امنیتي ځواکونو د مظاهره کونکو د تیت او پرک کولو له پاره یو ځل له اوښکي بهونکي ګازو څخه کار اخیستی دی.

زرغون زون ته تلونکي پلونه تړل شوي

چارواکو په اصطلاح زرغون حوزې ته د خلکو د ورتګ د مخنیوي په خاطر د څلورو پلونونو په وسیله وصل کیدونکي لارې تړلي دي. په دغه سیمه کې ډیر شمیر دولتي ودانۍ او بهرني سفارتونه موقعیت لري.

په عراق کې د اکتوبر میاشتې په اوایلو کې د فساد او بی روزګارۍ د لوړې کچې پر ضد مظاهرې پيل شوې. په همدې منځ کې مظاهره کونکي د حکومت د لیرې کیدو غوښتنه کوي. 

gri/kle (epd, rtre, afp) /sn/aa 

اعلان