طالب مرکچيانو مسکو ته سفر کړی دی | افغانستان | DW | 14.09.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

طالب مرکچيانو مسکو ته سفر کړی دی

د طالبانو يوه مرکچي ډله د جمعې په ورځ روسيې ته رسېدلې ده. دغه خبره يوه چارواکي اسوشېتد پرېس خبري اژانس ته يوازې يو څو ورځې وروسته له هغه کړې چې د متحده آيالاتو ولسمشر له طالبانو سره هوکړه لغوه کړې وه.

د روسيې دولتي خبري اژانس »تاس« د طالبانو د قطرمېشتي وياند سهيل شاهين نقل قول راوړی چې له مخې يې د دوی پلاوي له ضمير کابلوف سره خبرې کړي چې د افغانستان له پاره د ولسمشر ولاديمير پوتين خاص استازی دی. دغه سفر يوه طالب چارواکي هم اسوشتېد پرېس خبري اژانس ته تائيد کړی چې د نوم نه اخيستلو په شرط يې خبرې کولې ځکه چې نوموړي اجازه نه درلوده چې له خبريالانو سره خبرې وکړي. د انترفاکس خبري اژانس د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت له يوه وياند څخه بې له دې چې نوم يې نشر کړي، نقل قول راوړی چې وايي د روسيې په ليدنه کې په دې ټينګار وشو چې د متحده آيالاتو او طالبانو تر منځ خبرې دې بيا پيل شي او دا چې طالبانو خپله آمادګي هم ښوولې څو له واشنګټن سره خبرو اترو ته دوام ورکړي.

د خبرو تر ناکامېدو وروسته لومړی نړيوال سفر

دا له واشنګټن سره د خبرو تر لغوه کېدو وروسته لومړنی نړيوال سفر و چې د دغه پلاوي مشري هم ملا شېر محمد عباس ستانکزي کړې ده. په واشنګټن کې مېشت د ويلسن مرکز د آسيا برخې د مرستيال مدير مايکل کوګلمن په حواله »دا د پاموړ پرمختګ دی چې داسې ښيي چې طالبان غواړي په دې ټينګار وکړي چې خبرو اترو ته لېوالتيا لري، حتی وروسته له هغه چې ولسمشر ترمپ د متحده آيالاتو او طالبانو تر منځ خبرې لغوه کړې دي.« د هغه په خبره وسله والو طالبانو اوس له مسکو څخه د پخلاينې غږ کړی کوم چې د متحده آيالاتو يو کليدي سيال هېواد دی چې په وروستيو مياشتو کې يې »ډېرې هلې ځلې کړي څو له طالبانو سره اړيکې لا زياتې کړي.«

Russland Vertreter der Taliban in Moskau (picture-alliance/Sputnik/V. Astapkovich)

د پلاوي مشري ملا عباس ستانکزي کړې ده


ترمپ د تويتر له لارې په خپور سوي يو پيغام سره خبرې اترې درولې او هغه غونډه يې هم لغوه کړې وه چې غوښتل يې له افغان حکومتي مشرانو او طالبانو سره د کمپ ډيويډ په نوم د امريکا د ولسمشر په يوه ګوښه ځای کې تر سره کړي. د طالبانو د مشرتابه يا رهبري شورا له دې سره مخالفت کړی وو چې مرکچيان يې کمپ ډيويډ ته ولاړ شي او هغو کسانو ته يې خبرداری ورکړی وو چې د سولې د استازي زلمي خليلزاد بلنه يې منلې وه. دغه بلنه ورته د اګست مياشتې په پای کې ورکړل شوې وه. د شاهين نقل قول هم په يوه ويبپاڼه کې شوی چې له مخې يې د کمپ ډيويډ ليدنه ځنډول شوې وه ځکه چې طالبانو غوښتل چې تړون دې د بېلابېلو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په حضور او شاهدۍ سره لاسليک شي چې په دې فهرست کې روسيه هم ياده شوې وه. شاهين دا هم ويلي دي چې طالبانو غوښتل چې قطر دې د موافقې اعلان وکړي مخکې له دې په کمپ ډيويډ کې کومه غونډه جوړه شي.    

AP/NS/AA

اعلان