طالبان د اروپایي ټولنې له استازو سره ګوري
۱۴۰۰ مهر ۲۰, سهشنبهد طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي چې دوی د اروپایي ټولې له یوه ډله استازو سره ګوري .
ټاکل شوې دغه ناسته نن سه شنبه د (اکتوبر دولسمه)د قطر په پلازمینې دوحه کې ترسره شي. د اروپایي ټولنې له استازو سره د طالبانو د خبرو خبر داسې مهال خپریږي چې همدا روانه اونۍ یې له امریکایي چارواکو سره طالبانو په دوحه کې دوه ورځنۍ رسمي خبرې درلودې.
د بشري مرستو په اړه مذاکرات
د طالبانو او اروپایي ټولنې د استازو د لیدنې خبر د قطر دولت هم تائید کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې تیره دوشنبه (د اکتوبر یوولسمه) هم طالبانو د اروپایي ټولنې له یو شمیر استازو سره کتلي دي.
د لوږې خطر ډیر شمیر افغانان ګواښي او لامل یې هم په سمه توګه د بشري مرستو نه رسیدل دي.
د دوشنبې به ورځ په همدې تړاو د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي یاسپر ویک او د افغانستان لپاره د آلمان د سیاسي برخې استازي مارکوس پوتسل له طالب چارواکو سره چې مشري یې امیر خان متقي کوله په دوحه کې لیدلي دي.
بل لورته ویل کیږي چې د اکتوبر په یوولسمه نیټه د بریتانیا د پارلمان یو شمیر غړو هم له طالبانو سره لیدلي دي. د دغو ناستو اصلي موضوع افغانستان ته د بشري مرستو لیږل وه.
طالبان: امريکا له افغانانو سره د بشري مرستو ژمنه کړې
له دغو چارواکو سره له لیدنې وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په یوې خبري غونډه کې ویلي: «موږ به د اروپایي ټولنې له استازو سره ګورو او د نورو هیوادونو له استازو سره مو هم خبرې او لیدل ښه وه»
امیر خان متقي ویلي چې طالبان له نړۍ سره ښې او حسنه اړیکې غواړي نوموړي وویل: «موږ په متوازنه بین الملي اړیکو باور لرو موږ ژمن یو چې مناسبې او متوازنې اړیکې د افغانستان د بې ثباتۍ مخه نیولی شي.»
آنتونیو ګوتېرش په طالبانو نیوکه کړې
د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو ګوتېرش د دوشنبې په ورځ د ښځو د ګډون او د نجونو د ټولنیز ژوند په اړه د طالبانو د ژمنو په ماتولو او د دغو حقونو د نه مراعاتولو په اړه نیوکه وکړه.
نوموړي وویل که غواړو په افغانستان کې د اقتصادي بحران او انساني فاجعې مخه ونیسو د بشري مرستو لیږدل او برابرول اړین دي.
ویل کیږي چې له ۱۸ میلیونو ډیر افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي او د دغه هیواد شاوخوا نیم نفوس ژوند په نړوالو مرستو پورې تړلی دی.
طالبان: د نجونو د زده کړو په برخه کې لا نور وخت ته اړتيا لرو
ګوتېریش له طالبانو غوښتي چې د ښځو د حقونو په اړه دې په خپلو ژمنو ودریږي بشر حقونه دې مراعات کړي او ښځو ته دې د ټولنیزو فعالیتونو اجازه ورکړي.