1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شي قزاقستان او تاجیکستان ته په رسمي سفرونو روان شوی

۱۴۰۳ تیر ۱۲, سه‌شنبه

د چین ولسمشر، شي جين پينګ، د سه شنبې په ورځ د دولتي سفرونو په موخه ازبکستان او تاجیکستان ته روان شوی. چين په وروستیو کې منځنۍ اسيا کې خپلې ديپلوماتيکې هڅې ډېرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4hlYf
د آرشیف انځور - د چین ولسمشر شي جین پینګ
د آرشیف انځور - د چین ولسمشر شي جین پینګانځور: BRITTANY HOSEA-SMALL/REUTERS

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د چین ولسمشر به د دغه سفر په جریان کې د قزاقستان په پلازمينه آستانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان له غړو سره په یوه غونډه کې وويني.

د شانګهای د همکاريو سازمان (SCO) چې ۹ هېوادونه ېې غړي دي، له مسکو نيولې تر بيجنګ پورې پراخه ساحه په بر کې نیسي چې د نړۍ شاوخوا نيمايي نفوس کيږي.

د دغه سازمان دايمي غړي، قزاقستان، هندوستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسيه، تاجیکستان، ازبکستان او ایران دي. تمه ده چې سږکال بلاروس هم په دغه سازمان کې ورګډ شي.

د چین دولتي خبري آژانس شينهوا ويلي دي: «د چین ولسمشر شي جين پینګ د سه شنبې په سهار، په آستانه کې د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشريزه کې د ګډون په نیت، بیجنګ ترک کړ او همدارنګه د قزاقستان او تاجيکستان د ولسمشرانو قاسم-جومارت توکایف او امام علي رحمن په بلنو قزاقستان او تاجکستان ته دولتي سفرونه ولري.»

د آرشیف انځور - د چين ولسمشر شي جين پينګ (ښي لور) او د قزاقستان ولسمشر قاسم-جومارت توکایف په چین کې
د آرشیف انځور - د چين ولسمشر شي جين پينګ (ښي لور) او د قزاقستان ولسمشر قاسم-جومارت توکایف په چین کېانځور: Florence Lo/REUTERS

شينهوا زیاته کړې چې په دغه سفر کې به له شي سره د چین د کمونیست ګوند یو لوړپوړی غړی او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي مل دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د دوشنبې په ورځ وويل چې بیجنګ په دې باور دی چې د شانګهای د همکاریو سازمان ناسته به د غړو هېوادونو د ټولو ګوندونو په منځ کې د بهترې اجماع، امنيتي ارتقا، ثبات او د غړو هېوادونو په انکشاف کې مرسته وکړي.

زیاته شوې چې شي به په قزاقستان کې د ښه راغلاست، لاسلیک او ضیافت په ګډون مختلفو دولتي مراسمو کې د ګډون ترڅنګ، له خپل قزاق سیال توکایف سره هم وويني.

بيجنګ په منځنۍ اسیا کې خپلې ديپلوماتيکې هڅې ګړندۍ کړي دي. شي په می میاشت کې د چين په کوربتوب ېوه غونډه کې چې د سيمې د ګڼو هېوادونو رهبرانو پکې حضور درلود، پر ژورو اقتصادي اړيکو ټينګار وکړ.

منځنۍ اسیا د چین د «يو کمربند يوې لاري» نړېوالي زیربنايي پروژې په انکشاف کې د حیاتي ارتباط نقش لري.

 (AFP)mks/nz

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل