1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریه او ترکیه: د زلزلې د مړو شمیر تر ۱۱۰۰۰ اوښتی

۱۴۰۱ بهمن ۱۹, چهارشنبه

په ترکیه او سوریه کې د دوشنبې په ورځ د رامنځ ته شوې ویجاړوونکې زلزلې وروسته تیره شپه هم د ژغورنې چارو ادامه لرله. هوا ډیره سړه ده او تر خرابیو لاندې د احتمالي ژوندي پاتې شوو کسانو د ژغورولو له پاره ښایي کافي وخت نه وي.

https://p.dw.com/p/4NF2a
Türkei Erdbeben Rettungsarbeiten Hatay
انځور: Depo Photos/abaca/picture alliance

په دغو دواړو هیوادونو کې د زلزلې له کبله د مړو شوو کسانو شمیر تر ۱۱۰۰۰ زرو اوښتی دی.پخپله د ترکیې او سوریې پر مرستندويانو سربیره د نړۍ له نورو هیوادونو څخه مرسته کوونکو د چهارشنبې په شپه هم تر خرابیو لاندې د ژوندو پاتې شوو کسانو لټون کاوه.

اړوند:  طالبانو د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره ۱۵ میلیونه مرسته اعلان کړې
په دغو دواړو هیوادونو کې د رسمي ارقامو له مخې د مړو شوو کسانو شمیر تر ۱۱۰۰۰ زیات ښوول کیږي، او داسې اندیښنې هم شته چې ښایي دغه شمیر لا پسې لوړ شي.
د ترکیې د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل چې په دغه هیواد کې د زلزلې له کبله د وژل شوو کسانو شمیر تر ۸۵۰۰ پورته شوی دی. 
په سوریه کې هم د زلزلې له کبله د مړو شوو کسانو شمیر تر ۲۶۰۰ اوښتی دی. 

زموږ له ارشیف څخه: