سوريايي مهاجر هم په خپله خوښه له آلمان څخه بيرته وځي | اروپا ته مهاجرت | DW | 15.10.2017
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

سوريايي مهاجر هم په خپله خوښه له آلمان څخه بيرته وځي

سربيره پر دې چې د سوريې په لويو برخو کې لا هم ناامنۍ شتون لري، خو په آلمان کې د دغه هيواد يو شمېر مهاجر غواړي چې د مهاجرو د بيرته ستنيدو دولتي پروګرام له لارې، بيرته خپل هيواد ته ستانه شي.

آلمانۍ ورځپاڼې «راينشه پست» د شنبې په ورځ د آلمان د مهاجرت ادارې د معلوماتو پر اساس رپوټ ورکړ چې د روان کال د اګست مياشتې تر پايه، ۲۲ تنو سوريايي پناه غوښتونکو خپل هيواد ته د داوطلبانه ستنيدو غوښتنليکونه سپارلي دي.

له دې ډله څخه، ۱۱ تنو يې غوښتل چې لمړی عراق ته ستانه شي، ځکه په اوس وخت کې سوريې ته نيغ په نيغه د سفر کولو امکانات شتون نلري.

د « راينشه پست» ورځپاڼې د رپوټ پر اساس، په ياده موده کې، ۲۳۳۲ عراقيانو هم تصميم نيولی دی چې غواړي په داوطلبانه توګه د دولتي ملاتړ پروګرام په چوکاټ کې بيرته خپل هيواد ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د رپوت پر اساس، د سوريې په جګړه کې په مجموع کې ۱۱ ميليونه سوريايان له خپلو کورونو څخه د هيواد دننه يا بهر ته مهاجر شوي دي.

په سوريه کې د بشارالاسد د رژیم او نورو مختلفو ياغي مليشو او همدا راز د تروريستي ډلو د جنګياليو تر منځ جګړه ادامه لري. تر اوسه په دغو جګړو په لسونو زره انسانان وژل شوي او ډيرې سيمې په کنډوالو اوښتي دي.

epd/hm/rsh