سعودي عربستان سږکال تر ټولو ډير پاکستانيان اعدام کړي
۱۳۹۸ شهریور ۲۳, شنبهپه سعودي کي وروستي اعدام شوی پاکستانی محمد عمران د پاکستان د «چيچه وطني» سيمې اوسیدونکی وو چې د پنجشنبې په ورځ (د اګست ۱۲مه)، د جدې په شميسي زندان کې يې سر قلم شو. عمران په ۲۰۱۱م کال کې د کار و غريبۍ له پاره سعودي عربستان ته تللی وو. د نوموړی په اړه ويل شوي چې د جدې ښار په هوايي ډګر کې د نشه يې موادو د ليږد په تور نيول شوی وو.
د جستيس پروجيکت پاکستان په نوم د بشري سازمان مشره ساره بلال وايي چې سعودی عربستان پاکستان سره ژمنه کړې وه چې د دغه هيواد په زندانونو کې د زرونو پاکستاني بنديانو له ډلې څخه دوه زره يې خوشي کوي، خو سعودي پر دغې ژمنې عمل نه دی کړی او سربيره يې د یو شمير بنديانو د اعدامولو چارې پيل کړي دي.
د سعودي عربستان ولي عهد شهزاد محمد بن سلمان د روان کال په فبرورۍ مياشت کې د پاکستان صدراعظم عمران خان په حضور کې د ۲۱۰۷ تنه پاکستاني بنديانو د خوشې کولو اعلان وکړ.
د پاکستان د بهرميشته پاکستاني مهاجرو او د بشري منابعو د پراختيا د چارو وزير ذلفي بخاري بيا په اګست میاشت کې ويلي وو چې ۱۳۵۰ تنه پاکستاني بنديان خوشي شوي او تر خوشې کیدو وروسته بیرته هيواد ته راوستل شوي دي.
د پاکستان جستس پروجيکت په حواله، په بهرنيو زندانونو کې نژدې يوولس زره پاکستانيان بنديان دي، چې له دې ډله څخه شاوخوا ۷ زره يې په منځني ختيځ کې بنديان دي.
اټکل کيږي چې په سعودی عربستان کې ۳ زره او ۴۰۰ پاکستانيان بندیان دي چې له دغې ډلې څخه د روان کال له پیله تر اوسه، د يوې ښځې په ګډون ۲۶ تنه اعدام شوي دي.
د جستيس پروجيکت پاکستان، ادعا کوي چې د محمد عمران د قضيې اړوند ټول سندونه په عربي ژبه تعقيب شوي، چې په دې برخه کې سعودي هغه ته نه ژباړونکی ورکړی او نه هم د قانوني دفاع له پاره اسانتياوې ورته برابرې شوې وې.
د سعودي عربستان پر عدلي او قضايي سيستم تر ټولو لويه نيوکه چې د قانون پوهانو له خوا کيږي دا ده چې دغه سیستم منصفانه نه دی سزاګانې يې د انساني حقوقو خلاف دي. زياته شوې چې سعودي عربستان پر اعدام باندې د محکوم شوو بنديانو کورنۍ د هغه له اعدام څخه نه خبروي او نه هم ورته د وروستۍ ليدنې موقع برابروي.
دا هم ويل شوي چې تر اعدام وروسته د اکثرو بنديانو جسدونه د هغو کورنيو ته نه سپارل کيږۍ بلکې په هماغه ځای کې ښخ کيږي.
د بشري حقونو د چارو پوهان دغه ډول چلند، د اخلاقي او اسلامي ارزښتونو خلاف بولي او وايي چې سعودي عربستان ته په کار ده چې په دغه قانون کې بدلون رامنځ راولي.
او دلته يو انځوريز البوم کتلی شئ!